اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي د كشمير يو والي ورځ د كشميريانو سره د پاكستان د مستقل٬اصولي او غېر متزلزل حمايت پخلي ورځ ده٬دا ورځ د هغه اجتماعي عزم علامت دے چې كشميريانو آزادۍ٬وقار او د خپلواكۍ حق جائز هلو ځلو د پاكستان بنيادي ترجيح ده۔ لكه چې د ملګرو ملتونو قراردادونو كښې منلې شوې۔د زيارت په ورځ …
د كشمير يو والي ورځ په موقع د توان وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي د كشمير يو والي ورځ د كشميريانو سره د پاكستان د مستقل٬اصولي او غېر متزلزل حمايت پخلي ورځ ده٬دا ورځ د هغه اجتماعي عزم علامت دے چې كشميريانو آزادۍ٬وقار او د خپلواكۍ حق جائز هلو ځلو د پاكستان بنيادي ترجيح ده۔ لكه چې د ملګرو ملتونو قراردادونو كښې منلې شوې۔د زيارت په ورځ په 5 فرورۍ د كشمير يو والي ورځ په موقع د توان وزارت د اړخه جاري شوي بيان كښې وفاقي وزير ووئيل هند په جمو او كشمير كښې د لسيزو راهيسې د بشري حقونو خلاف ورزي كوي۔ده ووئيل د هند قابض عسكر د پيلټ ګنز استعمال٬غېر قانوني حراستونو د رايو څرګندونو په آزادۍ بندېز او نور دغه اقدامات د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده دغسې د آبادۍ په تناسب كښې د بدلون منظم هڅې كشميريان پخپله خاوره د كمزورې كولو يو واضحه مثال دې۔سردار اويس احمد خان لغاري ووئيل اګست 2019 يو اړخيزه او غېر قانوني د هند اقدام نه يوازې په مقبوضه كشمير كښې صورتحال نور خراب كړی بلكې په سيمه كښې عدم استحكام او تاؤ تريخوالې هم زيات شوې۔ده ووئيل پاكستان به د كشميريانو د خپلواكۍ حق جاري ساتي او په سفارتي٬سياسي او اخلاقي كچه به د هغوي د جائز موقف بشپړه وكالت كوي۔ده ووئيل مونږ د نړيوالې وورورلۍ څخه غوښتنه كوو چې هند د بشري حقونو خلاف وزرو څخه منع كړي او د كشمير مسئلې كوټلې حل كښې كردار ترسره كړي۔










