اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د كشمير آزادۍ لپاره به تر هر حده ځو٬تر څو چې كشميريانو له خپل حق نه وي وركړے شوے٬پاكستان به د كشميريانو مقدمه وړاندې بيابي۔ده ووئيل نن ورځ لويې اهميت لري كومه چې په ټول پاكستان كښې كشمير سره يو والي لپاره لمانځلې كيږي۔د كشمير آزادۍ لپاره مونږ ټول د خپل سياسي او …
د كشمير آزادۍ لپاره به تر هر حده ځو٬تر څو چې كشميريانو له خپل حق نه وي وركړے شوے ٬پاكستان به د كشميريانو مقدمه وړاندې بيايي۔ د ډاكټر طارق فضل چوهدري د كشمير يو والي ورځ دستورې ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د كشمير آزادۍ لپاره به تر هر حده ځو٬تر څو چې كشميريانو له خپل حق نه وي وركړے شوے٬پاكستان به د كشميريانو مقدمه وړاندې بيابي۔ده ووئيل نن ورځ لويې اهميت لري كومه چې په ټول پاكستان كښې كشمير سره يو والي لپاره لمانځلې كيږي۔د كشمير آزادۍ لپاره مونږ ټول د خپل سياسي او نور تړون نه غېر يوځاے شوې يو۔د زيارت په ورځ د كشمير يو والي ورځ دستورې ته وينا كښې وفاقي وزير ووئيل په نړۍ كښې چې چرته هم پاكستانيان شته هغوي نن د كشمير غږ پورته كوي۔د هند ظلمونه ټولې نړۍ ته په ډاګه شوي دي٬اوس وخت كم دے٬د كشمير آزادي نزدې ده۔ده ووئيل نن كوم هم تنظيم يا ميډيا ته مقبوضه جمو كشمير كښې د داخلې اجازت نشته٬هند په مقبوضه كشمير كښې خپل جرمونه پټول غواړي۔ده ووئيل څه ډول چې مونږ په 10 مئي كاميابي ترلاسه كړه هغسې كاميابي به اوس هم ترلاسه كوو۔ده ووئيل په معركه حق كښې د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د كشمير په هر ځاے كښې په نظر راتلو۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان له لويې څښتن په زړه پورې صلاحيت وركړے٬مونږ دفاع كول او دښمن له ځواب وركولو باندې پوهېږو ۔د كشمير آزادۍ لپاره به تر هر حد ځو۔ ده ووئېل د كشمير لپاره د پاكستان بچے بچے جنګېدو ته چمتو دے۔تر څو چې كشميريانو له حق نه وي وركړے شوے پاكستان به د كشمير مقدمه وړاندې بيابي










