ملګري ملتونه۔ 5 فروري(اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوترېش په امريكا او روس زور راوړے چې هغوي زر په يو جوهري لوظ نامه لاس ليك وكړي۔د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه هغه يو بيان كښې ووئېل چې اوسنۍ لوظ نامه په يو داسې وخت كښې ختمېږي كوم ته چې د نړيوال امن او سلامتيا لپاره ډېر اندېښناك وئېلي كېدے شي۔ نيو سټارټ …
د اتومي وسلو كارولو خطر تر ټولو زيات دے٬ امريكا او روس به ډېره زر نوې جوهري لوظ نامه وكړي٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 5 فروري(اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوترېش په امريكا او روس زور راوړے چې هغوي زر په يو جوهري لوظ نامه لاس ليك وكړي۔د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه هغه يو بيان كښې ووئېل چې اوسنۍ لوظ نامه په يو داسې وخت كښې ختمېږي كوم ته چې د نړيوال امن او سلامتيا لپاره ډېر اندېښناك وئېلي كېدے شي۔ نيو سټارټ لوظ نامه به د زيارت په ورځ ختمه شي ٬ د كومې نه پس به چې روس او امرېكا دواړه په خپلو جوهري پانګو د لګېدلو ګڼو بندېزونو نه په رسمي توګه آزاد شي ۔ انتونيو ګوترېش خپل بيان كښې زياته كړه چې د نيمې پېړۍ نه تر زياتې مودې دا په وړومبي ځل كېږي چې مونږ د يوې داسې نړۍ سره مخ كېږو چرته به چې د روسيه فېِډرېشن او د امرېكې په اقتصادي جوهري وسلو د بندېز كوم حد موجود نه وي۔ د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل ووئېل نيو سټارټ او د وسلې قابو كولو نورې لوظ نامې د ګرده نړۍ كسانو د سلامتيا لپاره ډېرې ښې ثابتې شوي دي۔








