اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي د کشمير مسئله د نيمي اوچي د وېش نامکمل ايجنډا ده، د كومې چې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو او كشميريانو د هيلو له مخې منصفانه او پتل پاتي حل ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څړګندونه ده د كشمير يووالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې كړي۔د قامي اسمبلۍ سپيکر ووئيل د …
د کشمير مسئله د نيمي اوچې د وېش نامکمل ايجنډا ده، د كومې چې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو او د كشميريانو هيلو له مخې منصفانه او تل پاتي حل ته اړتيا ده ۔ د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د كشمير يووالي ورځ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي د کشمير مسئله د نيمي اوچي د وېش نامکمل ايجنډا ده، د كومې چې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو او كشميريانو د هيلو له مخې منصفانه او پتل پاتي حل ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څړګندونه ده د كشمير يووالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې كړي۔د قامي اسمبلۍ سپيکر ووئيل د پاکستان پارليمان او اولس د کشميريانو سره د بشپړه سياسي، اخلاقي او سفارتي مرستې پخلے كوي۔ده واضحه كړه چې كشميريان د تيرو څو لسيزو راهسې د هند قابضو عسكرو ظلمونو، د بشري حقونو خلاف ورزو او د جبر و استبداد سره مخ دي ٬ په دې اړه د نړيوال ضمير خاموشي د فكر وړ خبره ده۔د قامي اسمبلۍ سپيکر ووئيل د قامي اسمبلۍ 24مي غونډي په مهال ايوان په متفقه توګه د کشمير مسئلې په اړه يو مهم قرارداد منظور کړے چی پكښې د كشميريانو د خپلواكۍ حق د مكمل مرستې پخلے شوے او نړيوالي ورورولۍ څخه غوښتنه شوې چې د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل درآمد باوري كولو له خپل کردار ترسره كړي۔د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د نړيوالي ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې مقبوضه جموں و کشمير كښې د روانو بشري حقونو خلاف ورزو نوټس واخلي او د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په قراردادونو عمل درآمد باوري كړي۔ده ووئيل د كشميريانو غږ د غلي كولو هره هڅه شنډه شوې او د آزادۍ هلي ځلي په هيڅ صورت ختمې نه كړې شوي۔ده ووئيل د قامي اسمبلۍ سپيکر په حيث سره ما په بېل نړيوال پارليماني فورمز، سفارتي رابطو او نړيوالو پارليماني پلاويو سره ملاقاتونو د لارې د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كولو له پرله پسې هڅي كړي دغسې چې د كشميريانو جائز موقف نړۍ ته په ښه ډول وړاندې كړے شي۔ده ووئيل د قامي اتحاد، سفارتي حکمتِ عملۍ او پارليماني سفارتکارۍ د لارې پرله پسې غږ پورته كول د كشمير مسئلې منصفانه حل لپاره ضروري دے۔ ده ووئيل د پاکستان پارليمان، حکومت او اولس د كشميريانو جائز او بنيادي حق لپاره په هر نړيوال او سيمه ايز فورمز خپله غير متزلزل مرسته به روانه ساتي










