د صحت ، روزګار موقعو او مجموعي معاشي هلو ځلو كښې د داروګانو جوړولو څانګه په زړه پوري كردار ترسره كوي۔ د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د فارما بيورو پلاوي سره ملاقات كښې خبري

اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د صحت ، روزګار موقعو او مجموعي معاشي هلو ځلو كښې د داروګانو جوړولو څانګه په زړه پوري كردار ترسره كوي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د فارما بيورو پلاوي سره ملاقات كښې كړي۔ملاقات كښې د داروګانو جوړولو څانګي په اړه په مهمي پاليسۍ، ضابطه جاتي او معاشي چارو د خيالاتو څركندونه …

اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د صحت ، روزګار موقعو او مجموعي معاشي هلو ځلو كښې د داروګانو جوړولو څانګه په زړه پوري كردار ترسره كوي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د فارما بيورو پلاوي سره ملاقات كښې كړي۔ملاقات كښې د داروګانو جوړولو څانګي په اړه په مهمي پاليسۍ، ضابطه جاتي او معاشي چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔د پلاوي مشري د فارما بيورو چيئرمين سيد انيس احمد كوله دغسې پلاوي كښې ارم شاکر رحيم، شريك چيئر فارما بيورو، قوي ناصر، چيف ايګزيکټو آفيسر هيليون پاکستان لميټډ، حفصه شمسي، چيف ايګزيکټو آفيسر روش پاکستان، سجاد افتخار، عندليب احمد، او عائشه ټي حق، ايګزيکټو ډائريکټر فارما بيورو شامل وو۔د ملاقات په مهال د فارما بيورو پلاوي د څانګي د کارکردګۍ مجموعي جائزه وړاندې كړه او د ځيني پيشرفتونو ذکر ئې وكړو چې پكښې ضابطه جاتي عمل كښې ښه والې، ډيجيټلائزيشن كښې اضافه او ريګوليټرز او سټيك هولډرز ترمينځه د رابطو وده شامله ده۔ د داروګانو ريګوليټر د روغتيا نړيوالي ادارې د اړخه پيش رفت دغسې د مصنوعات منظوري، برآمدات او پراخه معاشي ماحول په اړه د چارو حواله وركړه۔پلاوي د صنعت آپريشنز په اړه په بېلو چارو هم خپلي رائے وړاندې كړې چې پكښې د بيعو او شته والي، ضابطه جاتي طريقه کار، د سرمايه کارۍ سهولت کارۍ، ټيکس نظام، جدت طرازي او برآمدي استعداد په اړه چاري شاملې وي۔ډلو د چيلنجونو حل او داروګانو جوړولو څانګي پرله پسې پرمختګ، جدت او معيشت كښې د هغې کردار لا مستحکمولو له د خبرو اترو او مرستي سلسله رواني ساتلو ته اتفاق وكړو

مزید خبریں