د پاكستان او قازقستان تزويراتي شراكتداري جوړولو پريكړه٬دوه اړخيزه شريك تجارت حجم تر يو ارب امريكائي ډالر زياتولو ته اتفاق ٬شريكه اعلاميه

اسلام آباد۔04 فروري(اے پي پي)پاكستان او قازقستان د تزويراتي شراكتدارۍ جوړولو پريكړه كړې ده چې پكښې سياسي مكالمې٬سلامتيا٬دفاع٬تجارت٬معيشت٬سرمايه كاري٬ټرانسپورټ او لاجسټكس٬تعليم٬ سائنس او انفارميشن ټېكنالوجي٬كلتور٬ميډيا٬لوبو او سېلګرۍ ٬ موسمياتي بدلونونو او ماحولياتي هم غږۍ او سيمه ايزې او په نړيواله كچه د مرستې پشمول مهمو څانګو ته پام لرنه شوی٬دواړو هيوادونو د راتلونكو كلونو په مهال دوه اړخيزه شريك تجارتي حجم تر يو ارب امريكائي ډالر زياتولو ته هم اتفاق …

اسلام آباد۔04 فروري(اے پي پي)پاكستان او قازقستان د تزويراتي شراكتدارۍ جوړولو پريكړه كړې ده چې پكښې سياسي مكالمې٬سلامتيا٬دفاع٬تجارت٬معيشت٬سرمايه كاري٬ټرانسپورټ او لاجسټكس٬تعليم٬ سائنس او انفارميشن ټېكنالوجي٬كلتور٬ميډيا٬لوبو او سېلګرۍ ٬ موسمياتي بدلونونو او ماحولياتي هم غږۍ او سيمه ايزې او په نړيواله كچه د مرستې پشمول مهمو څانګو ته پام لرنه شوی٬دواړو هيوادونو د راتلونكو كلونو په مهال دوه اړخيزه شريك تجارتي حجم تر يو ارب امريكائي ډالر زياتولو ته هم اتفاق كړے ۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا د قازقستان صدر قاسم جومارت توكايووف او وزيراعظم محمد شهباز شريف ترمينځه تزويراتي شراكتدارۍ په اړه جاري شريكه اعلاميه كښې ووئېل شول د وزيراعظم محمد شهباز شريف په بلنه د جمهوريه قازقستان صدر قاسم جومارت توكايوف د 3 نه تر 4 فروري د پاكستان سركاري دوره وكړه ۔23 كاله پس د قازقستان صدر د پاكستان سركاري دوره د يوه تاريخي سنګ ميل حېثيت لري كومه چې د دواړو هېوادونو د روايتي ملګرتيا اړيكو د تزويراتي شراكتدارۍ څرګندونه ده او د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې د نوي باب پیل دے۔دواړو لارښودو د پاكستان او قازقستان ترميڼځه په تاريخي٬كلتوري او مذهبي مشتركات اډانه روايتي د ملګرتيا اړيكې او ورورولۍ پرله پسې وده وستائېله ۔اعلاميې له مخې پاكستان د قازقستان آزادۍ تسليموونكو وړومبو هېوادونو كښې شامل دے۔دواړو لارښودو دا امر وستائېلو چې ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه اړيكې د 1992 “جمهوريه قازقستان او د اسلامي جمهوريه پاكستان ترمينځه د اړيكو په اصولي اعلاميه”لاس ليك نه پس په ځانګړې توګه قوي شوې دي ٬ د خپلواكۍ٬آزادۍ او سيمه ايزې سلامتيا په اصولو غېر متزلزل عمل د دواړو هېوادونو ترمينځه مستحكم او د باور وړ شراكتدارۍ بنياد دے۔دواړو لارښودو د سياست٬سلامتيا٬دفاع٬تجارت٬معيشت٬كركيلې٬ ټرانسپورټېشن٬لاجسټكس٬تعليم٬كلتور٬لوبو او سېلګرۍ پشمول بيلو څانګو كښې د زياتې شوې هم غږۍ او شراكتدارۍ هركلے وكړو ٬دې سره سيمه ايزه او په نړيواله كچه دواړو ډلو ترمينځه روابط ته هم وده وركړی شوې ۔ دواړو لارښودو پخلے وكړو چې د ملګرو ملتونو چارټر له مخې آزادۍ٬خپلواكۍ٬مساوات٬سيمه ايزې سلامتيا او په نړيواله توګه تسليم شوو د نړيوال قانون اصولو او د اصولو په احترام د دواړو هېوادونو ترمينځه مرسته لا قوي او پراخه شوي بلكې امن٬سلامتيا او روابط كښې به هم مثبت كردار ادا كړي۔مينځنۍ او سوئېلي آسيا او د دې نه وړاندې د ټولې منطقې او دوه اړخيزه اړيكو به استحكام او په پرله پسې پرمختګ د اطمينان څرګندونې كولو سره دواړو لارښودو ګڼ اړخيزه دوه اړخيزه مرستې لا متنوع او ودې وركولو له د خپل قوي عزم پخلے وكړز او د دواړو هېوادونو او اولس شريكې ګټې لپاره يې د تزويراتي شراكتدارۍ جوړولو پريكړه وكړه چې پكښې سياسي مكالمې ٬سلامتيا٬دفاع٬تجارت٬معيشت او سرمايه كاري٬ټرانسپورټ او لاجسټكس٬تعليم٬سائنس او د انفارمېشن ټېكنالوجي٬كلتور٬ميډيا٬د لوبو او سېلګرۍ٬ موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم غږۍ او سيمه ايزې او په نړيواله كچه د مرستې پشمول مهمو څانګو ته پام لرنه شوې۔اعلاميې له مخې دواړو لارښودو دوه اړخيزه اړيكو لا زياتولو او د هېوادونو مشرانو او حكومت په كچه باقاعده دورو كولو ته هم اتفاق وكړو دغسې چې ډلې د متفقه مرستې څانګو جاج واخلي او تزويراتي شراكتداري لا قوي كولو لپاره د رهنمائي او مرستې نوې لارې ولټوي۔دواړو لارښودو نائب وزيراعظم/خارجه وزير په كچه هر دوه كاله پس په تزويراتي مكالمه هم اتفاق وكړو دغسې چې د دوه اړخيزه تزويراتي شراكتدارۍ له مخې د متفقه مرستې څانګو جامع جائزه او نفاذ لپاره د مرستې ميكانزم ته لا وده وركړي۔ د پارليماني تبادلو اهميت د شريك باور زياتولو لپاره مهم ګرځولو سره دواړو مشرانو د هېوادونو دننه د شوې قانون سازۍ نظام او پېشرفت ښه ګڼلو او د مرستې نوې څانګې په ګوته كولو زور راوړو دغسې چې د دواړو هېوادونو قانون سازو ادارو ته د كلنې غونډې كولو او د پارليماني دوستۍ ډلو له د كار دائره زياته كړې شي۔دغسې دواړو لارښودو د دوه اړخيزه سياسي او قونصلر مشاورت په اهميت زور راوړو او په كال 26-2025 كښې د دواړو هېوادونو خارجه وزارتونو ترمينځه د مرستې په ايكشن پلان د لاس ليك يې هم هركلے وكړو ۔پاكستان د قازقستان اولس لپاره سازګار ويزه نظام ستائېلو سره دواړو ډلو پاكستان د قازقستان اي ويزه نظام كښې شاملولو ته هم اتفاق وكړو دغسې چې د سيلګرۍ٬اولسونو ترمينځه او كاروبار ترمينځه روابط ته وده وركړې شي۔اعلاميه له مخې سلامتيا او دفاع څانګو كښې دواړو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې په منطقه كښې ټولې د ځنډ ښكار شخړی او ټولې نه حل كېدونكې شخړی په امن هواري له يوه اړخيزه رويې په ځاے د امناكه ذريعو د لارې تر سره كرې شي٬د دې شخړو هوارے مينځنۍ او د سوئېلي آسيا پشمول قازقستان او پاكستان ترمينځه د مرستې او رابطو بې شمېره صلاحيت ترلاسه كولو لپاره يو محفوظ او سازګار ماحول باوري كولو له ضرورې دے۔دواړو لارښودو د قانون نافذ كوونكو ادارو٬ د سرحدي تحفظ چارواكو او نورو اړوند قامي ادارو ترمينځه د رسمي او منظم روابط په جوړولو هم اتفاق وكړو دغسې چې د ترهه ګرۍ٬انتهاخوښۍ٬غېر قانوني نشه اي توكو قاچاق٬بشري قاچاق پشمول غېر قانوني هجرت٬منظم او سائبر جرائم او نوې رامخې ته شوو خطرو او چېلنجونو په ضد نزدې مرستې ته وده وركړی شي۔دواړو لارښودو په دې خبره هم اتفاق وكړو چې د جمهوريه قازقستان د سلامتي كونسل سېكرټري او د اسلامي جمهوريه پاكستان د وزيراعظم قامي سلامتيا لپاره د صلاحكار په شريكه مشرۍ كښې د اعلٰی كچ سكيورټي ډائيلاګ په امكان غور وكړے شي۔ د جمهوريه قازقستان صدر قاسم جومارت توكايوف د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل موجوده غېر مستقل غړي په توګه د پاكستان كردار ستائېلو سره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په مشرۍ كښې د جولائي 2025 لپاره ګڼ اړخيزو٬ د شخړو پرامن حل او سيمه ايزو روابط قوي كولو د اقدامات هركلے وكړو۔دوارو لارښودو فوجي ميدان كښې د مرستې په كچه په اطمينان څرګندونه وكړه او شريكو فوجي مشقونو او تربيتونو٬پيشه وره تربيت او پيشه وره مهارت په تبادلو كښې يې د مرستې جاري ساتلو ته هم اتفاق وكړو ۔دواړو لارښودو د جمهوريه قازقستان او اسلامي جمهوريه پاكستان ترمينځه د ېنديوانو سیپارلو په اړه لوظ نامې٬قازقستان حكومت او د پاكستان حكومت ترمينځه د جرمونو په ضد لوظ نامې٬د قازقستان حكومت او پاكستان حكومت ترمينځه د ملګرو ملتونو امن مشن كښې د شريكې تعيناتۍ په مفاهمت د لاس ليك هركلے وكړو۔اقتصادي مرستې٬تجارتي اړيكو٬سرمايه كارۍ٬شراكتداري٬بنيادي اهميت٬په اړه دوارو ډلو د زراعت٬ ټیکسټائل، مشینری، مالیاتی څانګې، کیمیکل صنعت، توان، جدید ټیکنالوجی، فارماسیوټیکل، سرجیکل آلات، فرنیچر، د لوبو سامان٬د څرمنې څيزونو وغېره كښې دوه اړخيزه مرستې لټولو ته اتفاق وكړو۔دوي د قازقستان-پاكستان بزنس كونسل مهم كردار رامخې ته كړو او دوه اړخيزه تجارتي او سرمايه كارۍ ته ودې وركولو لپاره يې دواړو لارښودو د اداره جاتي نظام كار دائره كښې د پراختيا په اهميت زور راوړو۔دواړو لارښودو د پاكستان او قازقستان ترمينځه 27-2025 لپاره د تجارتي او اقتصادي مرستې روډ ميپ او د اليكټرانك تجارتي مرستې په اړه د مفاهمت يادښت او مرستې لوظ نامې عملي نفاذ له اهميت وركړو۔دواړو لارښودو د آستانه انټرنېشنل فنانشل سنټر په فليټ فارم بيلو څانګو كښې د مرستې امكانات وستائېل۔دواړو لارښودو د خصوصي سرمايه كارۍ كونسل د اړخه د پاكستان ترجيحي څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعې وستائېلې۔د اعلاميې له مخې دواړو لارښودو د قازقستان او پاكستان ترمينځه د كوټلې او متنوع كنيكټيټوټي په اهميت زور راوړو دغسې چې دوه اړخيزه او سيمه ايز تجارت او اقتصادي مرستې ته پراختيا وركړې شي۔د ټرانسپورټ او لاجسټكس په څانګه كښې د مرستې په اهميت زور راوړولو سره دواړو لارښودو د دواړو هېوادونو لاجسټكس كمپنو ترمينځه د مرستې زياتولو هركلے وكړو۔دواړو لارښودو د قازقستان او پاكستان ترمينځه د نړيوال ګڼ اړخيزه ټرانسپورټ كوريډور د لارې تجارت ته ودې وركولو له د عزم څرګندونه وكړه۔وزيراعظم شهباز شريف د صدر قاسم جومارت توكايوف د اړخه مينځني او سوئېلي اسيا د ټرانس افغان ريلوے كوريډورد لارې تړلو كښې د وړاندې والي هركلے وكړو۔په دې لړ كښې دواړو لارښودو اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې هغوي قازقستان-تركمانستان-افغانستان-پاكستان ريلوے لائن د پرمختګ جاج واخلي۔دواړو لارښودو سباؤن كښې د نيغ په نيغه پروازونو بيا پېل كولو په امكان غور كولو ته هم سلاح شول۔دوي د كراچي پورټ ميري ټائم ايډمنسټرېشن او جے ايس سي نېشنل كمپني ترمينځه د معلوماتو تبادلې او پيشه وره پرمختګ په ميدان كښې د مرستې په ميمورنډم د لاس ليك هركلے وكړو۔دواړو لارښودو د جے ايس سي او پاكستان پوسټ ترمينځه د مرستې په يادښت دلاس ليك هركلے وكړو۔اعلاميې له مخې دواړو لارښودو د تعليم٬سائنس او انفارمېشن ټېكنالوجي په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته خاص پام لرنه وكره او په دې اړه د شريك وركنګ ګروپس جوړولو هركلے يې وكړو۔دواړو لارښودو دې نه ځانله د جرمونو مخنيوي لپاره د مرستي لوظنامه ،د قازقستان سوخان يونيورسټي او د نېشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګوئجز (نمل) ترمينځه د مرستي لوظنامې ، پلانټ پروټيکشن څانګه كښې د زرعي تحقيقي کونسل او د قازق ريسرچ انسټي ټيوټ ترمينځه د مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت، د پاکستان ټيلي ويژن او خبري ايجنسي آف قازقستان ترمينځه د براډ کاسټنګ په څانګه كښې د مرستي د مفاهمتي يادداښت، د پاکستان ايګنائيډ ټيکنالوجي فنډ او د قازقستان اټانومس کلسټر فنډ ترمينځه د مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ، د نېشنل يونيورسټي آف سائنس و ټيکنالوجي پاکستان او د قازقستان نېشنل ريسرچ ټيکنيکل يونيورسټي ترمينځه د مفاهمت يادداښت ، کاټن ريسرچ په اړه د مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ، د قازقستان آستانه ميډيکل يونيورسټي او کنګ ايډورډ ميډيکل يونيورسټي ترمينځه مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ، آستانه ميډيکل يونيورسټي او د يونيورسټي آف هيلتھ سائنسز لاهور ترمينځه د مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ، ا د ٓستانه آئي ټي يونيورسټي او د غلام اسحاق خان انسټي ټيوټ آف ټيکنالوجي ترمينځه د مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ،د بين الاقوامي اسلامي يونيورسټي كښې د احمد يسوي ريسرچ سنټر جوړولو لپاره د مفاهمت يادداښت ، قائداعظم يونيورسټي كښې د الفارابي سنټر جوړولو په اړه د مفاهمت يادداښت ، قازقستان فارن پاليسي ريسرچ انسټي ټيوټ او انسټي ټيوټ آف سټرټيجک سټډيز اسلام آباد ترمينځه مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ،پاکستان قازقستان سپورټس سنټر جوړولو په اړه د مفاهمت يادداښت ، پاکستان نېشنل اکيډمي آف پرفارمنګ آرټ اود قازقستان د كلتور او اطلاعات وزارت ترمينځه مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت او د قازق انسټي ټيوټ آف سټينډرډ رائزيشن وميټارالوجي او پاکستان سټينډرډ اينډ کوالټي کنټرول ترمينځه د مرستي په لوظنامه عملدرآمد لپاره دستاويزات د لاس ليك هركلے وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د خپل ورور صدر قاسم جومارت توکايووف او د هغه د پلاوي په پاکستان كښې هركلے كوم ،دا دوره د دواړو هېوادونو اړيكو لپاره نوي اړخ وركولو له مهمه ده، د قازقستان كوم هم صدر 23 كاله پس دا د پاکستان وړومبۍ دوره ده،صدر قاسم جومارت توکايووف سره رغنده او مثبت خبري شوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل تر سره شوو مفاهمتي يادداښتونو او لوظنامو له عملي شکل وركولو له لوظي يو، په لوظنامو په حقيقت کښې عمل درآمد سره به معاشي او كلتوري مرسته زياته شي،صدر قاسم جومارت توکايووف لپاره د نشان پاکستان اعزاز د نزدې اړيكو عكاسي ده۔ده ووئيل غزه كښې د امن بحالي او د بيا رغونې لپاره بورډ آف پيس مهم فورم دے،پاکستان او قازقستان د غزه بورډ آف پيس غړي هم دي،دعا كوو چې غزه كښې مستقل امن وي او سوكالي راشي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي حجم زياتولو لويې موقعي شته،په يو كال كښې دوه اړخيزه تجارت يو ارب ډالر ته د رسولو هدف دے،په شريكو هڅو به د اقتصادي او تجارتي مرستي اهداف سر كولې شي،پاکستان او قازقستان د توان څانګه كښې مرستي ته وده وركولې شي۔ده ووئيل بېلو څانګو كښې د مرستي لوظنامې دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو د عزم عکاسي کوي،شراکت دارۍ ته ودي وركولو سره د مرستي نوي لارو لټولو لپاره لوظي يو، دغسې د دواړو هېوادونو ترمينځه ترسره شوو لوظنامو سره به په دوه اړڅيزه اړيكو ښه اثرات مرتب شي،پاکستان او قازقستان ترمينځه د سټرټيجکي شراکت دارۍ لوظنامه لوئ اهميت لري۔په دې موقع د قازقستان صدرقاسم جومارت توکايووف ووئيل په تود هركلي كولو او ميلمستيا كولو د پاکستان حکومت او اولس مننه كوو،د ملګري هېواد پاکستان په دوره خوشحاله شوے يم،پاکستان د قازقستان د باور وړ ملګرے او سټرټيجکي شراکت دار دے،دواړه هېوادونه شريك اقدار او روايات لري،شريكه اعلاميه او لوظنامې دوه اړخيزه اړيكو په اړه لوئ اهميت لري۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكو لا قوي كولو كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف د مهم كردار معترف يم،سيمه كښې امن و استحکام لپاره د پاکستان هڅي د ستائني وړ دي،د دفاع په څانګه كښې هم د پاکستان پرمختګ په نړيواله كچه منلے كيږي، ده ووئېل وزيراعظم محمد شهباز شريف سره مثبت او تعميري خبرې وشوې۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت و معيشت په څانګو كښې مرستي ته وده ترلاسه كيږي ، يو ارب ډالر تجارتي هدف سر كولو له به په ګډه مخ په وړاندې تلل وي، ده ووئېل پاکستان سره بېلو څانګو كښې مرستي زياتولو له لوظي يو،ټرانزټ ټريډ، کراچۍ او ګوادر بندر ځايوونو په استعمال هم خبرې وشوې،دغسې د دواړو هېوادونو ترمينځه فضائي رابطو ته هم اهميت ترلاسه دے، ده ووئېل پاکستان او قازقستان ترمينځه د لوبو په څانګه كښې مرستي لپاره د سپورټس سنټر جوړول مهم پيشرفت دے، د كلتور په څانګه كښې مرستي سره به د اولس په كچه رابطې زياتي شي۔د قازقستان صدر ووئيل پيداواري څانګه كښې پاکستان له د پروډکشن پلانټ لګولو بلنه وركوو،اسلامك فنانس كښې هم پاکستان مهم مقام لري،اسلامك فنانسنګ په څانګه كښې د مرستي زياتول غواړو،سائنس ، تعليم او نورو وڅانګو كښې مرستي زياتولو ته اتفاق راغلے۔ده ووئيل د خبرو اترو د لارې د مسئلو په حل كولو باور لرو،دا دوره د دواړو هېوادونو د اړيكو يو نوے باب دے،قازقستان د پاکستان سرمايه کارو له کاروبار لپاره ښې موقعو وركولو لپاره لوظي دے۔قاسم جومارت توکايووف وزيراعظم شهباز شريف له د قازقستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔

مزید خبریں