د وفاقي تعليم او پيشه وره تربيې وزير مملكت وجيهه قمر د تركيه د خانداني او سماجي خذمات وزير سره ملاقات٬د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

قاهره 04 فروري(اے پي پي) د وفاقي تعليم او پيشه وره تربيې وزير مملكت وجيهه قمر د تركيه د خانداني او سماجي خذمات وزير ماهینور اوزدیمیر ګوکتاش سره ملاقات كړے دے چې پكښې د ميرمنو خپلواكه كولو او سماجي پرمختګ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته سلاح راغلې۔دا ملاقات په قاهره كښې د اسلامي مرستې تنظيم غړو هېوادونو كښې د ميرمنو د حقونو تحفظ او ودې په اړه …

قاهره 04 فروري(اے پي پي) د وفاقي تعليم او پيشه وره تربيې وزير مملكت وجيهه قمر د تركيه د خانداني او سماجي خذمات وزير ماهینور اوزدیمیر ګوکتاش سره ملاقات كړے دے چې پكښې د ميرمنو خپلواكه كولو او سماجي پرمختګ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته سلاح راغلې۔دا ملاقات په قاهره كښې د اسلامي مرستې تنظيم غړو هېوادونو كښې د ميرمنو د حقونو تحفظ او ودې په اړه د كنفرنس په موقع شوے۔وزير مملكت وجيهه قمر په كنفرنس كښې د پاكستاني پلاوي مشري وكړه چې پكښې اعلٰی سركاري چارواكي هم شامل وو۔دې په نړيوال فورم كښې د پاكستان نمائندګي وكړه۔په ملاقات كښې دواړو لارښودو د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه او په خاص توګه د ميرمنو خپلواكه كولو٬سماجي پرمختګ٬تعليم او خانداني ښېګړې او سماجي تحفظ په څانګو كښې مرستې ته په ودې وركولو زور راوړلے شو۔دې د او آئي سي غړو هېوادونو ترمينځه شريكې مرستې لا مستحكم ولو په حاجت زور راوړو۔

مزید خبریں