اسلام آباد۔04 فروري(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف او د قازقستان صدر قاسم جومارت توكايووف د دواړو هېوادونو ترمينځه د سياسي٬اقتصادي٬دفاعي او اولسي رابطو په څانګو كښې مرستې ته د لا ودې وركولو له د عزم پخلي سره راروانو دوو كلونو كښې دوه اړخيزه تجارتي حجم تر يو ارب ډالر رسولو ته اتفاق كړے دے ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له …
وزيراعظم شهباز شريف سره د قازقستان صدر قاسم جومارت توكايووف وليدل٬سياسي٬اقتصادي٬دفاعي او اولسي رابطو په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔04 فروري(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف او د قازقستان صدر قاسم جومارت توكايووف د دواړو هېوادونو ترمينځه د سياسي٬اقتصادي٬دفاعي او اولسي رابطو په څانګو كښې مرستې ته د لا ودې وركولو له د عزم پخلي سره راروانو دوو كلونو كښې دوه اړخيزه تجارتي حجم تر يو ارب ډالر رسولو ته اتفاق كړے دے ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د قازقستان صدر قاسم جومارت توكايووف د وزيراعظم شهباز شريف سره په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات او دوه اړخيزه خبرې وكړې۔د جمهوريه قازقستان صدر قاسم جومارت توكايووف وزيراعظم هاوس ته ورسېد نو وزيراعظم شهباز شريف د هغه تود هركلے وكړو۔د معزز مېلمه په اعزاز كښې سركاري د هر كلي دستوره وشوه٬صدر قاسم جومارت توكايووف د ګارډ آف آنر معائنه هم وكړه۔دواړو لارښودو ترمينځه يو په يو ملاقات وشو ٬په دې مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار او چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم موجود و۔د دې نه پس د پلاوي په كچه خبرې وشوې چې پكښې د دواړو هېوادونو د كابينې غړو هم ګډون وكړو ۔د پلاوي په كچه خبرو په مهال وزيراعظم د صدر توكايووف د پاكستان دوره د پاكستان-قازقستان دوه اړخيزه اړيكو كښې تاريخي كاميابي وګرځوله ځكه چې دا 23 كاله پس د قازقستان كوم صدر وړومبۍ دوره ده۔دواړو لارښودو د دوه اړخيزه مرستې د ټولو اړخونو جاج واخست او د شريك بين الحكومتي كمېشن په موثره كولو يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده سياسي٬اقتصادي٬دفاعي او اولسي رابطو په څانګو كښې د پاكستان او قازقستان مرستې ته د ودې وركولو د عزم پخلے وكړو۔وزيراعظم په اوسنو كښې دوه اړخيزه تجارت كښې زياتولے رامخې ته كولو سره د هغې د غېر استعمال شوي صلاحيت نه د ګټې پورته كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړو ډلو دوه اړخيزه تجارت تر يو ارب رسولو ته اتفاق وكړو٬۔په دې لړ كښې د پاكستان-قازقستان بزنس فورم يو مثبت اقدام وګرځولے شو۔دواړو لارښودو د ټرانزټ تجارت و انتظامات او سيمه ايزې راهدارۍ د اقتصادي انضمام او شريكې څوكالۍ لپاره مهمې وګرځولې۔د نورو چارو نه علاوه دواړو لارښودو د تعليم٬كلتور٬سېلګرۍ او د توان په څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه ومړه۔د پاكستان-قازقستان اړيكو لا زياتولو د عزم پخلي سره دواړو لارښودو د دې باور څرګندونه وكړه چې د دورې نتيجې چې پكښې 73 مفاهمتي يادښتونه او په لوظ نامو لاس ليك او د دواړو لارښودو اړخه ستراتېژېكي شراكتدارۍ جوړولو په اړه شريكه اعلاميه شامله ده٬د مرستې به نوې موقعې راپېدا كړي۔صدر قاسم جومارت توكايووف په مېلمستيا او هركلي كولو د وزيراعظم شهباز شريف مننه وكړه۔ده وزيراعظم شهباز شريف له سږ كال د قازقستان دورې بلنه وركړه۔دغسې وزيراعظم په بلنه د صدر توكايووف مننه وكړه او سيمه ايز امن٬رابطو او پرمختګ لپاره يې د قازقستان سره د نزدې مرستې لپاره د پاكستان خوښۍ پخلے وكړو۔










