پاكستان به كشميريان په خپلو هلو ځلو كښې چرې هم يواځي نه پريږدي۔د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن د كشمير يووالي ورځ په موقع پيغام

اسلام آباد۔04 فروري(اے پي پي) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان وئيلي دي د 5 فروري ورځ د پاكستانيانو په زړونو كښې د هغه لازواله تړون علامت دے كوم چې د كشميريانو سره د مينې٬همدردۍ او غېر متزلزل مرستې په صورت كښې عمر له قائم دے۔دا ورځ د هغه لوظ د پخلي ورځ ده چې پاكستان به كشميريان په خپلو هلو ځلو كښې چرې هم يوازې نه پرېږدي۔د كشمير …

اسلام آباد۔04 فروري(اے پي پي) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان وئيلي دي د 5 فروري ورځ د پاكستانيانو په زړونو كښې د هغه لازواله تړون علامت دے كوم چې د كشميريانو سره د مينې٬همدردۍ او غېر متزلزل مرستې په صورت كښې عمر له قائم دے۔دا ورځ د هغه لوظ د پخلي ورځ ده چې پاكستان به كشميريان په خپلو هلو ځلو كښې چرې هم يوازې نه پرېږدي۔د كشمير يو والي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل كشميريان د څو لسيزو راهيسې د آزادۍ٬عزت او خپلواكۍ حق لپاره ځانګړې قربانۍ وركوي۔په جمو او كشمير كښې د هند رياست جبر٬ماؤ رائے عدالت قتل٬غېر قانوني ګرفتارۍ٬د آبادۍ تناسب بدلولو هڅې او د نړيوال حقونو خلاف ورزۍ د ضمير بيدارولو لپاره پوره دي۔د دې باوجود د نړيوالې ورورولۍ خاموشي د فكر وړ خبره ده۔ده ووئيل سينيټ د كشميريانو غږ جوړیدو سره په هر فورم د هغوي د خپلواكۍ مرسته كوي او په سباؤن كښې به هم كولې شي۔پاكستان د كشميريانو منصفانه هلې ځلې٬د ملګرو ملتونو قراردادونو او نړيوال قانون په رڼا كښې جائز ګڼي٬مونږ د نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه د ملګرو ملتونو او بشري حقونو نړيوالو ادارو څخه غوښتنه كوو چې په كشمير كښې د روانو ظلمونو نوټس اغستو سره خپلې ذمه وارۍ پوره كړي

مزید خبریں