د كورنيو چارو وفاقي وزير د ایف آئی اے هیډکوارټرز دوره ٬ نوي ډي جي ډاكټر عثمان انور سره ملاقات

اسلام آباد۔4 فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فېډرل انوېسټي ګېشن اېجنسۍ (اېف آئی اے) هېډكوارټرز مهمه دوره وكړه چرته چې ده سره نوي تعيناني ډائرېکټر جنرل (ډی جی) اېف آئی اے ډاکټر عثمان انور ملاقات وكړو او د ادارې كاركردګي د نړيوال معيار له مخې كولو په اړه يۍ مهم هدايات جاري كړل۔ وفاقي وزير محسن نقوی ډي جي اېف آئی اے ډاکټر عثمان …

اسلام آباد۔4 فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فېډرل انوېسټي ګېشن اېجنسۍ (اېف آئی اے) هېډكوارټرز مهمه دوره وكړه چرته چې ده سره نوي تعيناني ډائرېکټر جنرل (ډی جی) اېف آئی اے ډاکټر عثمان انور ملاقات وكړو او د ادارې كاركردګي د نړيوال معيار له مخې كولو په اړه يۍ مهم هدايات جاري كړل۔ وفاقي وزير محسن نقوی ډي جي اېف آئی اے ډاکټر عثمان انور لپاره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره ووئيل هيله لرم چې د ډاكټر عثمان انور په مشرۍ كښې به اېف آئي اے يوه مثالي اداره جوړه شي۔ ده زياته كړه چې عثمان انور به د اولس د هيلو له مخې د ادارې بهترۍ له ټول صلاحيتونه وكاروي۔ د ملاقات په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير د خپل اړخه د بشپړې مرستې باور وركولو سره ووئيل اېف آئي اے يوه عصري ٬ مضبوطه او مؤثره اداره جوړولو له زما بشپړ ملاتړ ستاسو سره دے۔ په دې موقع ډي جي اېف آئي اے عثمان انور وفاقي وزير ته باور وركړو چې د عصري ټېكنالوجۍ او غوره تربيې د لارې به اېف آئي اے د نړيوال معيار اداره جوړولې شي او د ادارې بهترۍ له به ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ وفاقي وزير په هېډکوارټرز كښې د كمېټي روم معائنه وكړه او د اېف آئی اے هېډكوارټر د ضرورت له مخې يۍ د دې د بيا رنګ روغن پرېكړه وكړه۔ په دې موقع کمانډنټ نېشنل پولیس اکېډمي ، ډي جي اېن سي سي آئی اے، آئي جی اسلام آباد پولیس او د اېف آئي اے نور اعلی افسران هم موجود وو

مزید خبریں