اسلام آباد۔4 فروری(اے پی پی) پاكستان او قازقستان اقتصادي اړيكې او تجارتي حجم نوو بامونو ته د ورسولو عزم ښكاره كولو سره په رارونو 2 كلونو كښې تجارتي حجم تر يو ارب ډالرو په رسولو زور راوړے دے او تجارت او اقتصادي څانګه كښې همكاري پراخه كولو له يۍ په 5 كلن روډ مېپ اتفاق كړے دے۔ وزیراعظم شهباز شریف منځني آسيائي رياستونو ته د پاكستان بندر ځايونو د لارې …
د پاكستان – قازقستان بزنس فورم ، په راروانو 2 كلونو كښې د تجارتي حجم تر يو ارب ډالرو رسولو عزم ٬ د وزیراعظم د ريل او روډ رابطو په مضبوطولو زور ، دوه اړخيزه اړيكې په تزويراتي همكارۍ بدلول مهم پړاؤ دے: صدر قاسم جومارت توكايووف

مزید خبریں
اسلام آباد۔4 فروری(اے پی پی) پاكستان او قازقستان اقتصادي اړيكې او تجارتي حجم نوو بامونو ته د ورسولو عزم ښكاره كولو سره په رارونو 2 كلونو كښې تجارتي حجم تر يو ارب ډالرو په رسولو زور راوړے دے او تجارت او اقتصادي څانګه كښې همكاري پراخه كولو له يۍ په 5 كلن روډ مېپ اتفاق كړے دے۔ وزیراعظم شهباز شریف منځني آسيائي رياستونو ته د پاكستان بندر ځايونو د لارې نړيوالو ماركيټونو ته د لاس رسنې موقعو څخه په استفاده كولو ٬ د رېل او روډ رابطو په مضبوطولو زور راوړلو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه لاس ليك شوې 37 لوظنامې به دوه اړخيزه مرسته كښې مهم پړاؤ ثابت شي٬ قازقستان، ترکمانستان، افغانستان، پاکستان ټرانسپورټ کورېډور زيات مهم دے٬ پاكستانو كمپنيو ته به قازقستان كښې كاروبار لپاره په زړه پورې چاپېريال رامخې ته كولې شي۔ د شورو په ورځ دلته پاکستان-قازقستان بزنس فورم وشو په كوم كښې چې وزیراعظم شهباز شریف او د قازقستان صدر قاسم جوماتر توكايووف ګډون وكړو۔ په فورم كښی د قازقستان 50 څخه زياتو او د پاكستان نزدې 250 كمپنيو استازو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د قازقستان صدر سره ګټورې خبرې شوي۔ وزیراعظم پاکستاني بندر ځايونه منځني آسيائي رياستونو لپاره مهم ګرځولو سره ووئيل پاكستان منځني آسيائي رياستونو ته تجارت لپاره د خپلو بندر ځايونو د لارې نزدې لاره برابرولې شي٬ قازقستان خپل مصنوعات د ګوادر او كراچي پورټ د لارې برآمد كولې شي۔ ده ووئيل قازقستان سره د رېل او روډ رابطه مضبوطول غواړو۔ وزیراعظم موجودہ تجارتي حجم كوم چې 250 ملین ډالر دے له خپل اصل صلاحيت څخه كم ګرځولو سره ووئيل دا به راروانو دوه كلونو كښې يو ارب ډالرو ته رسولے شي۔ وزیراعظم د قازقستان د دورې په بلنه د صدر قاسم جومارت مننې كولو سره ووئيل زه دا بلنه په خوشحالۍ قبلوم۔ وزيراعظم ووئيل دواړو هېوادونو په تجارت او اقتصادي څانګه كښې پراختيا لپاره په 5 كلنه روډ مېپ اتفاق كړے او په دې لر كښې به احسن اقبال د پاكستان او د قازقستان نائب وزيراعظم د قازقستان لخوا مشري كوي۔ وزیراعظم ووئيل 23 كاله پس دا د كوم قازق صدر د پاكستان اولنۍ سركاري دوره ده كومه چې پاكستان سره د هغه د مينې عكاسي كوي۔ د قازقستان صدر قاسم جومارت توکایووف فورم ته خطاب كښې ووئيل د بزنس فورم په كولو د وزيراعظم مننه كوم٬ دوه اړخيزه اړيكې په تزويراتي همكارۍ بدلول يو مهم سنګ ميل دے۔ ده ووئيل په راروانو 2 كلونو كښې تجارتي حجم يو ارب ډالرو ته د رسولو عزم لرؤ۔ ده ووئيل په قازقستان كښی كاروبار لپاره په زړه پورې موقعې موجود دي۔ ده قازقستان، ترکمانستان، افغانستان، پاکستان ټرانسپورټ کورېډور زيات مهم ګرځولو سره ووئيل لاجسټکس او د كارګو عصري نظام به نړيوالو رابطو لپاره مرستياله ثابت شي۔ ده ډیجیټلائزېشن لپاره د پاكستان د اقدامات ستائنې كولو سره ووئيل پاكستاني حكومت په دې لړ كښې زيات كار كړے دے٬ قازقستان هم مصنوعي ذهانت او د ډیجیټلائزېشن څانګې ته خصوصي پاملرنه كوي۔ يو زر څخه زيات پاكستاني زده كوؤنكي په قازقستان كښې د طب او انجينئرنګ په شمول په بېلو څانګو كښې زده كړې ترلاسه كوي۔ ده د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو ترمينځه د همكارۍ لوظنامې خوشبينې وګرځولې۔ د قازقستان صدر وزيراعظم خپل ورور او دوست ګرځولو سره هغه ته د قازقستان د سركاري دورې بلنه وركړه۔ دې څخه وړاندې د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان بزنس فورم ته خطاب كښې ووئيل په يو كال كښې د پاكستان او قازقستان ترمينځه بزنس فورم كول خوشبينه دے۔ ده ووئيل د پاكستان او قازقستان ترمينځه تجارتي حجم كښې د زياتوالي پراخه موقعې شته۔ ده ټرانزټ ټرېډ لوظنامه تجارتي فعاليتونو ته ودې وركولو له مهم سنګ ميل ګرځولو سره ووئيل 50 څخه زياتې كمپنۍ او نزدې 250 پاكستانۍ كمپنۍ په بزنس فورم كښې ګډون كوي۔ په لويې شمېر كښی د كاروباري شخصيات په بزنس فورم كښې ګډون د دوه اړخيزه باور څرګندونه كوي










