په ګرد هېواد كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن په درېمه ورځ هم روان دے

اسلام آباد ۔4 فروري (اے پي پي) قامي ايمرجنسي آبرېشن سېنټر (اين اي او سي) تر مخه د كال 2026 وړومبے قامي د پوليو مخ نيوي كمپائن په دريمه ورځ هم په ګرد هېواد كښې په كاميابۍ سره روان دے۔ د كمپائن په مهال د 4 لاكه نه زيات پوليو وركرز كور په كور ماشومانو ته د پوليو نه د ساتلو څاڅكي وركوي ۔ د اين اي او سي وئېنا …

اسلام آباد ۔4 فروري (اے پي پي) قامي ايمرجنسي آبرېشن سېنټر (اين اي او سي) تر مخه د كال 2026 وړومبے قامي د پوليو مخ نيوي كمپائن په دريمه ورځ هم په ګرد هېواد كښې په كاميابۍ سره روان دے۔ د كمپائن په مهال د 4 لاكه نه زيات پوليو وركرز كور په كور ماشومانو ته د پوليو نه د ساتلو څاڅكي وركوي ۔ د اين اي او سي وئېنا ده د پوليو مخ نيوي كمپائن په پاكستان او افغانستان كښېےپه يو وخت روان دے ز د كمبائن په وړومبو دوو ورځو كشې د ټول هېواد 2 كروړه 68 لكهه نه زياتو ماشومانو ته ويكسېنېشن مكمل كړې شوي۔ شمېرو تر مخه پنجاب كښې 1 كروړ 45 لاكه نه زياتو ٬ سنده كښې 2 كروړه 68 لاكهه نه زياتو ٬ خېبر پښتونخوا كښې 43 لاكه 20 زره نه زياتو ٬ بلوچستان كښې د 12 لاكهه 8 زره نه زياتو ٬ اسلام آباد كښې 2 لاكهه 94 زره نه زياتو او ګلګت بلتستان كښې د 65 زره نه زياتو ماشومانو دغسې آزاد كشمير كښې 4 لاكهه 46 زره نه زياتو ماشومانو ته څاڅكي وركړې شوي دي۔

مزید خبریں