د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د كمبوډيا باچا او وزيراعظم سره ملاقاتونه ٬ دوه اړخيزه پارليماني اړيكو ٬ تجارت ٬ سرمايه كارۍ او اړيكو ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه

نوم پنه۔4 فروری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د خپلې سركاري دورې په مهال د كمبوډيا باچا پريه بات سمډيچ پريه بوروم نيتھ نوردوم سيهاموني سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او مملكت كمبوډيا ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو ٬ پارليماني سفارتكارۍ ته ودې وركولو او سياسي رابطو او په اولسي كچه همكاري زياتولو له د عزم پخلے وشو۔ په دې مهال …

نوم پنه۔4 فروری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د خپلې سركاري دورې په مهال د كمبوډيا باچا پريه بات سمډيچ پريه بوروم نيتھ نوردوم سيهاموني سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او مملكت كمبوډيا ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو ٬ پارليماني سفارتكارۍ ته ودې وركولو او سياسي رابطو او په اولسي كچه همكاري زياتولو له د عزم پخلے وشو۔ په دې مهال د سېنېټ چيئرمېن سره سېنېټرز ډاکټر زرقا سهروردي تېمور، سېنېټر عابد شیر علي ، سېنېټر ضمیر حسېن ګھمرو ٬ د سېنېټ چيئرمېن سلاحكار او د بین الپارلیماني سپیکرز کنفرنس (آئی اېس سي) سفير مصباح کھر هم موجود وو۔ سید یوسف رضا ګیلانی د پاکستان حکومت او اولس لخوا د كمبوډيا باچا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده د كمبوډيا مشرتابه او اولس ته سماجي او اقتصادي پرمختګ ٬ سياسي استحكام او قامي هم آهنګۍ پلو په پرله پسې پېشرفت مباركي وركړه۔ د سينيټ چيئرمېن كمبوډيا سره د خپل پخواني تړون ذكر كولو سره ووئيل ما په خپل دور كښې د وزيراعظم په حېث په اېشیا پېسفک کمبوډیا کنفرنس كښې ګډون كړے و۔ دغسې په كال 2023ء كښې مې د كمبوډيا دوره كولو سره په انټرنېشنل لیډرشپ کنفرنس كښې ګډون او د نړيوال مبصر په توګه مې د ټول ټاكنو مشاهده وكړه۔ ده ووئيل په كال 1952ء كښې د سفارتي اړيكو له پېل كېدو څخه ورستو د دواړو هېوادونو ترمينځه سياسي او سفارتي همكارۍ مخ په زياتېدو ده۔ سید یوسف رضا ګیلانی په كال 2025ء كښې د پاكستان لخوا شوي انټر پارلیمانی سپیکرز کنفرنس (آئی اېس سی) كښې د مشرتابه كردار په ډاګه كړو او په نومبر 2025 كښې په اسلام آباد كښې شوي اولني آئي اېس سي كنفرنس كښې د كمبوډيا فعال ګډون يې وستائېلو۔ د ملاقات په مهال د تجارت ٬ معیشت، دفاع ٬ سلامتيا ، ماحولیاتی بدلون او تلپاتي پرمختګ كښې د همكارۍ په امكاناتو هم خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دغسې اولسي تړون ٬ كلتوري تبادلو او پاكستان كښې ګندھارا تهذيب سره تړلي بدھ مت ورثې ته د ودې وركولو په حاجت زور هم راوړلے شو۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د مملکت کمبوډیا وزیراعظم سامدیچ موها بورور تھیپاډی هن مانیټ سره هم ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستان او كمبوډيا ترمينځه دوه اړخييزه اړيكو ٬ پارليماني سفارتكارۍ ٬ سياسي تړون او په اولسي كچه هكمارۍ ته ودې وركولو سره په اړوندو چارو خبرې وشوې۔ په دې موقع د پارلیمانی فرېنډشپ ګروپس، د كمېټۍ كچې تبادلو او د كار استعداد زياتولو اقدامات په اهميت هم زور راوړلے شو۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني امن ٬ سيمه ايز استحكام او ټولشموله پرمختګ ته ودې وركولو له كمبوډيا سره د نزدې مرستې او تړون لا زياتولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو

مزید خبریں