اسلام آباد۔4 فروری(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د قازقستان د تجارت او انضمام وزير ارمان شقاقليف د تجارت وزارت ٬ اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه تجارت موجوده صورتحال جاج واغستلے شو او د اقتصادي همكارۍ ٬ رابطې او سرمايه كارۍ زياتولو له كوټلې لارې ولټولې شوې۔ په ملاقات كښې د پاكستان او منځنۍ آسيا ترمينځه د رابطو په …
د تجارت وفاقي وزير سره د خپل قازقي همڅنګ ملاقات٬ د دواړو هيوادونو ترمينځه تجارت ٬ کنيکټوټي او سرمايه كارۍ كښې د همكارۍ په زياتولو اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد۔4 فروری(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د قازقستان د تجارت او انضمام وزير ارمان شقاقليف د تجارت وزارت ٬ اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه تجارت موجوده صورتحال جاج واغستلے شو او د اقتصادي همكارۍ ٬ رابطې او سرمايه كارۍ زياتولو له كوټلې لارې ولټولې شوې۔ په ملاقات كښې د پاكستان او منځنۍ آسيا ترمينځه د رابطو په لاره كښې په پېښو چېلنجونو قابو موندلو او د دواړو هېوادونو ترمينځه بشپړه تجارتي امكانات پرانستلو له په عملي حل خبرې وشوې۔ دواړو اړخونو په دې خبره اتفاق وكړو چې بهتره رېل، سړک او ملټی ماډل کنېکټوټی د پاكستان او قازقستان ترمينځه تجارت مضبوطولو او تلپاتې او اوږد مهاله اقتصادي تړن فعاله كولو كښې بنيادي حېثيت لري۔ قازق وزیر د بنيادي اډانې لويو منصوبو په خاص توګه د رېلوے او سړکونو راهداريانو جوړلو تزويراتي اهميت په ډاګه كړو چې ورسره نزدې د 5 اربه امريكائي ډالرو تجارت او سرمايه كاري رامخې ته كيدې شي۔ وفاقی وزیر جام کمال خان د سيمه ايزو او جغرافيائي چېلنجونو اعتراف كولو سره د تركمانستان او افغانستان د لارې منځنۍ آسيا سره نېغ په نېغه رابطې زياتولو كښې د پاكستان خوښي څرګنده كړه۔ دواړو وزيرانو د كركيلې او فوډ سكيورټي ٬ فارموسيوټيكل ٬ ټېكسټائل ٬ د لوبو سامان ٬ د توان او بنيادي اډانې په شمول په بېلو څانګون كښې په همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو په دې خبره هم اتفاق وكړو چې تجارت ته وده وركونكو ادارو له به د رېګولېټری خنډانو له پېدا كولو پرته كاروباري ادارې يو بل سره تړلو او د شريك ماركيټ انټېلي جنس او مېچ مېكنګ ملاتړ كولو سره د يو سهولت كار كردار ترسره كول وي۔ په دې لړ كښې د ترجيحي څانګو ٬ تجارتي هدفونو او تجارتي مشنز ٬ د نندارتون او پلاويو د تبادلې په شمول د فعاليتونو روډ مېپ خاكه وړاندې كونكيې فرېم ورك دستاوېز ته حتمي شكل وركولو له د كار په كولو اتفاق وكړے شو










