د سرطان مخ نيوي لپاره په وخت تشخيص، مؤثر علاج، اولسي خبرتيا او اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده۔ سيد يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي سرطان يو مرګونے خو د علاج جوګه رنځ دے د كوم مخ نيوي لپاره چې په وخت تشخيص، مؤثر علاج، اولسي خبرتيا او اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده۔ د سرطان مخنيوي نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل نننۍ ورځ د دې عزم د تجدد موقع رامخې ته كوي چې مونږ …

اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي سرطان يو مرګونے خو د علاج جوګه رنځ دے د كوم مخ نيوي لپاره چې په وخت تشخيص، مؤثر علاج، اولسي خبرتيا او اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده۔ د سرطان مخنيوي نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل نننۍ ورځ د دې عزم د تجدد موقع رامخې ته كوي چې مونږ د كېنسر په ضد جنګ كښې نه يوازې رنځورانو او د هغوي كورنيو سره ولاړ يو بلكې د يوې صحت مندې ټولنې تشكيل لپاره عملي اقدامات هم كوٶ، کينسر نه يوازې په رنځور بلكې په ټوله كورنۍ او معاشره اثرات مرتب كوي ٬ دې لپاره د دې مخنيوي له كوټلې قامي لائحه ضروري ده۔ د سېنېټ چيئرمېن په دې خبره زور راوړو چې د كېنسر نه بچ كېدو لپاره احتياطي تدبيرونه، صحت مند زندګي، متوازن غذا، د تماکو استعمال نه ډډه كول او په باقاعدګۍ سره طبي معائنه ډېره مهمه ده۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د دې عزم څرګندونه وكړه چې زه به پاکستان كښې د کېنسر په ضد په نړيوالو هلو ځلو كښې خپل بشپر كردار لوبوم او د يوې داسې ټولنې تشکيل لپاره به هر ممكن اقدامات كولې شي چرته چې هر كس ته د صحت مند ژوند كولو حق ترلاسه وي۔ په دې موقع د سېټېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ووئيل سرطان يو سنګين خو ولې د علاج جوګه ناروغتيا ده٬ د دې په موثره ډول مخنيوي لپاره په وخت تشخيص، جديد علاج، مسلسل خبرتيا او مشترکه قامي هلې ځلې ضروري دي۔ خپل پېغام كښې ده نړيوالې ورورولۍ ته اپيل وكړو چې پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې د کينسر علاج، تحقيق، جديد ټيکنالوجي او د دوارو شتون لپاره دې مرسته لا زياته كړې شي دغسې چې د صحت په څانګه كښې مساوي موقعو ته وده وركړې شي۔

مزید خبریں