اسلام آباد۔4 فروري(اے پي پي) د پاكستان او قازقستان ترمينځه د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ منصوعي زېركتيا او د ډيجيټل پرمختګ پشمول په بيلو څانګو كښې همكارۍ ته ودې وركولو له د مفاهمت په 37 يادښتونو ٬ لوظنامو لاس ليك شوے دے ٬ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاكستان او قازقستان ترمينځه د تجارتي حجم زياتولو بلها موقعې شته ٬ په يو كال كښې دوه اړخيزه تجارت …
د پاكستان او قازقستان ترمينځه د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ منصوعي زېركتيا او د ډيجيټل پرمختګ پشمول په بيلو څانګو كښې همكارۍ ته ودې وركولو له د مفاهمت په 37 يادښتونو ٬ لوظنامو لاس ليك ٬ د شريكو هڅو د لارې به د اقتصادي او تجارتي همكارۍ هدفونه سر كړو: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔4 فروري(اے پي پي) د پاكستان او قازقستان ترمينځه د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ منصوعي زېركتيا او د ډيجيټل پرمختګ پشمول په بيلو څانګو كښې همكارۍ ته ودې وركولو له د مفاهمت په 37 يادښتونو ٬ لوظنامو لاس ليك شوے دے ٬ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاكستان او قازقستان ترمينځه د تجارتي حجم زياتولو بلها موقعې شته ٬ په يو كال كښې دوه اړخيزه تجارت يو ارب ډالر ته د رسولو هدف دے٬ شريكو ھڅو سره به د اقتصادي او تجارتي همكارۍ هدفونه سر كړو٬ په بېلو څانګو كښې د همكارۍ لوظنامې او د تفاهم يادښتونه دوه اړخيزه اړيكو ته د پراختيا وركولو عزم عكاسي كوي٬ د ستراتيجيكي همكارۍ لوظنامه زياته مهمه ده۔ دواړه هېوادونه د غزه بورډ آف پيس هم غړي دي ٬ لاس په دعا يوو چې په غزه كښې مستقل امن او سوكالي راشي۔ د قازقستان صدر قاسم جومارت توكايووف ووئيل پاکستان د قازقستان د باور وړ دوست او ستراتيجيكي همكار دے٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او معيشت پشمول بېلو څانګو كښې همكاري وده مومي ٬ د يو ارب ډالر تجارتي هدف سر كولو له به مخ په وړاندې ځوو٬ په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان هڅې د ستائنې وړ دي٬ د دفاع په څانګه كښې هم د پاكستان پرمختګ په نړيواله كچه منلے شي٬ پاكستان سره په بېلو څانګو كښې د همكارۍ زياتولو عزم لرؤ٬ پاكستاني سرمايه كارانو ته به د كاروبار په زړه پورې موقعې وړاندې كوو۔ د شورو په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د پاكستان او قازقستان ترمينځه په بېلو څانګو كښې د مرستې د مفاهمتي يادښتونو او د لوظنامو د دستاوېزات تبادلې له دستوره وشوه۔ په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف او د قازقستان صدر قاسم جومارت توکايووف هم موجود ؤ ۔ وزيراعظم شهباز شريف او د قازقستان صدر قاسم جومارت توکايووف د پاكستان او قازقستان ترمينځه د ستراتيجيكي همكارۍ ګډه اعلاميه لاس ليك كړه۔ په بېلو څانګو كښې مرستې ته ودے وركولو له په مجموعي توګه 37 مفاهمتي يادښتونه او لوظنامې لاس ليك كړې شوې او د 19 دستاويزات تبادله وكړې شوه۔ نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار او د قازقستان نائب وزيراعظم او د قومي معيشت وزير د پټروليم ، کان کندلو او جيو سائنسز په څانګه كښې مرستې زياتولو له د مفاهمت په يادښت ٬ د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف او د قازقستان د دفاع وزير په ملګرو ملتونو كښې د امن ډلو شريكې تعيناتۍ له د مفاهمت په يادښت ٬ د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري او د قازقستان پراسيکيوټر جنرل د بنديوانو تبادلې سره په اړونده لوظنامه ٬ د بحري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري او د قازقستان چيف اېګزېکټو آفيسر د مېري ټائم په څانګه كښې مرستې لپاره د مفاهمت په يادښت ٬ د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د قازقستان د تجارت وزير د ټرانزټ ټرېډ په لوظنامه ٬ د خزانې وزير اورنګزېب او د قازقستان نائب وزيراعظم او د قومي معيشت وزير د كسټمز چارو كښې د مفاهمت يادښت ٬ د رېلوے وزير حنيف عباسي او د قازقستان د ټرانسپورټ وزير د رېلوے په څانګه كښې د مفاهمت په يادښت ٬ د نېشنل فوډ سكيورټي او ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسين او د قازقستان نائب وزيراعظم او د قومي معيشت په پلانټ پروټېكشن كښې د مرستې په لوظنامه او د وېټرنري مېډيسن په څانګه كښې د همكارۍ په لوظنامه ٬ نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار او د قازقستان د سائنس او لوړو زده كړو وزير د مصنوعي ذهانت او ډيجيټل پرمختګ په څانګه كښې مرستې له د تفاهم په يادښت ٬ د قومي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال او د قازقستان نائب وزير د روغتيا په څانګه كښې همكارۍ له د مفاهمت په يادښت ٬ د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ او د قازقستان د صدر ټي وي او د رېډيو كمپلېكس ډائرېكټر د اېسوسي اېټد پرېس آف پاكستان (اے پي پي) او د قازقستان د سركاري ريپبلكن ټي وي ترمينځه د خبرونو تبادلې د مفاهمت په يادښت ، د ماحولياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملک او د قازقستان د ټرانسپورټ او د ماحولياتي تحفظ څانګه كښې مرستې له د مفاهمت په يادښت ، د زده كړو وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي او د قازقستان د سائنس او لوړو زده كړو وزارت او د الفارابي قازق نېشنل پوهنتون ترمينځه همكارۍ له د مفاهمت په يادښت ٬ د سټېټ بنك ګورنر جميل احمد او د قازقستان سفير د بېنکارۍ په څانګه كښې مرستې له د مفاهمت په يادښت ٬ د كلتور او قومي ورثې وفاقي وزير اورنګزېب خان كھچي او د قازقستان د سائنس او زده كړو وزير د كلتور او د بشري خواخوږۍ په بنياد همكارۍ له د اېكشن پلان ٬ ډائرېکټر جنرل نېشنل لاجسټک سېل (اېن اېل سي ) مېجر جنرل فرخ شهزاد رائو او د قازقستان د چيئرمېن منېجمنټ بورډ د نېشنل لاجسټک سېل او د قازقستان د کزټي زي اېکسپريس ترمينځه همكارۍ له د مفاهمت په يادښت ٬ وزير مملکت بلال بن ثاقب او د قازقستان سفير د پاکستان ورچوئل اېسېټس رېګولېټري اتھارټي او د قازقستان د مصنوعي ذهانت او ډيجيټل ډوېلپمنټ ترمينځه همكارۍ د مفاهمت په يادښت او د چيئرمين کراچي پوسټ ټرسټ ريئر ايډمرل شاهد احمد او د قازقستان د ټرانسپورټ وزير د معلوماتو تبادلې او پروفېشنل ډوېلپمنټ له د قازقستان د کمرشل سي پورټ جائنټ سټاک اکتائو انټرنېشنل کمپنۍ او کراچي پورټ مېري ټائم اېډمنسټرېشن ترمينځه همكارۍ له د مفاهمت په يادښت لاس ليك او د دستاوېزات تبادله وكړه۔ دې نه ځانله د جرمونو مخنيوي لپاره د مرستي لوظنامه ،د قازقستان سوخان يونيورسټي او د نېشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګوئجز (نمل) ترمينځه د مرستي لوظنامې ، پلانټ پروټيکشن څانګه كښې د زرعي تحقيقي کونسل او د قازق ريسرچ انسټي ټيوټ ترمينځه د مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت، د پاکستان ټيلي ويژن او خبري ايجنسي آف قازقستان ترمينځه د براډ کاسټنګ په څانګه كښې د مرستي مفاهمتي يادداښت، د پاکستان ايګنائيډ ټيکنالوجي فنډ او د قازقستان اټانومس کلسټر فنډ ترمينځه د مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ، د نېشنل يونيورسټي آف سائنس و ټيکنالوجي پاکستان او د قازقستان نېشنل ريسرچ ټيکنيکل يونيورسټي ترمينځه د مفاهمت يادداښت ، کاټن ريسرچ په اړه د مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ، د قازقستان آستانه ميډيکل يونيورسټي او کنګ ايډورډ ميډيکل يونيورسټي ترمينځه مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ، آستانه ميډيکل يونيورسټي او د يونيورسټي آف هيلتھ سائنسز لاهور ترمينځه د مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ، آستانه آئي ټي يونيورسټي او د غلام اسحاق خان انسټي ټيوټ آف ټيکنالوجي ترمينځه د مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ،د بين الاقوامي اسلامي يونيورسټي كښې د احمد يسوي ريسرچ سنټر جوړولو لپاره د مفاهمت يادداښت ، قائداعظم يونيورسټي كښې د الفارابي سنټر جوړولو په اړه د مفاهمت يادداښت ، قازقستان فارن پاليسي ريسرچ انسټي ټيوټ او انسټي ټيوټ آف سټرټيجک سټډيز اسلام آباد ترمينځه مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ،پاکستان قازقستان سپورټس سنټر جوړولو په اړه د مفاهمت يادداښت ، پاکستان نېشنل اکيډمي آف پرفارمنګ آرټ اود قازقستان د كلتور او اطلاعات وزارت ترمينځه مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت او د قازق انسټي ټيوټ آف سټينډرډ رائزيشن وميټارالوجي او پاکستان سټينډرډ اينډ کوالټي کنټرول ترمينځه د مرستي په لوظنامه عملدرآمد لپاره دستاويزات هم لاس ليك شو ۔ په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د خپل ورور صدر قاسم جومارت توکايووف او د هغه د پلاوي په پاکستان كښې هركلے كوم ،دا دوره د دواړو هېوادونو اړيكو لپاره نوي اړخ وركولو له مهمه ده، د قازقستان كوم هم صدر 23 كاله پس دا د پاکستان وړومبۍ دوره ده،صدر قاسم جومارت توکايووف سره رغنده او مثبت خبري شوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل تر سره شوو مفاهمتي يادداښتونو او لوظنامو له عملي شکل وركولو له لوظي يو، په لوظنامو په حقيقت کښې عمل درآمد سره به معاشي او كلتوري مرسته زياته شي،صدر قاسم جومارت توکايووف لپاره د نشان پاکستان اعزاز د نزدې اړيكو عكاسي ده۔ده ووئيل غزه كښې د امن بحالي او د بيا رغونې لپاره بورډ آف پيس مهم فورم دے،پاکستان او قازقستان د غزه بورډ آف پيس غړي هم دي،دعا كوو چې غزه كښې مستقل امن وي او سوكالي راشي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي حجم زياتولو لويې موقعي شته،په يو كال كښې دوه اړخيزه تجارت يو ارب ډالر ته د رسولو هدف دے،په شريكو هڅو به د اقتصادي او تجارتي مرستي اهداف سر كولې شي،پاکستان او قازقستان د توان څانګه كښې مرستي ته وده وركولې شي۔ده ووئيل بېلو څانګو كښې د مرستي لوظنامې دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو د عزم عکاسي کوي،شراکت دارۍ ته ودي وركولو سره د مرستي نوي لارو لټولو لپاره لوظي يو، دغسې د دواړو هېوادونو ترمينځه ترسره شوو لوظنامو سره به په دوه اړڅيزه اړيكو ښه اثرات مرتب شي،پاکستان او قازقستان ترمينځه د سټرټيجکي شراکت دارۍ لوظنامه لوئ اهميت لري۔په دې موقع د قازقستان صدرقاسم جومارت توکايووف ووئيل په تود هركلي كولو او ميلمستيا كولو د پاکستان حکومت او اولس مننه كوو،د ملګري هېواد پاکستان په دوره خوشحاله شوے يم،پاکستان د قازقستان د باور وړ ملګرے او سټرټيجکي شراکت دار دے،دواړه هېوادونه شريك اقدار او روايات لري،شريكه اعلاميه او لوظنامې دوه اړخيزه اړيكو په اړه لوئ اهميت لري۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكو لا قوي كولو كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف د مهم كردار معترف يم،سيمه كښې امن و استحکام لپاره د پاکستان هڅي د ستائني وړ دي،د دفاع په څانګه كښې هم د پاکستان پرمختګ په نړيواله كچه منلے كيږي، وزيراعظم محمد شهباز شريف سره مثبت او تعميري خبرې شوي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت و معيشت په څانګو كښې مرستي ته وده ترلاسه كيږي ، يو ارب ډالر تجارتي هدف سر كلو له به په ګډه مخ په وړاندې تلل وي،پاکستان سره بېلو څانګو كښې مرستي زياتولو له لوظي يو،ټرانزټ ټريډ، کراچۍ او ګوادر بندر ځايوونو په استعمال هم خبرې شوي،د دواړو هېوادونو ترمينځه فضائي رابطو ته هم اهميت ترلاسه دے،پاکستان او قازقستان ترمينځه د لوبو په څانګه كښې مرستي لپاره د سپورټس سنټر جوړول مهم پيشرفت دے، د كلتور په څانګه كښې مرستي سره به د اولس په كچه رابطې زياتي شي۔د قازقستان صدر ووئيل پيداواري څانګه كښې پاکستان له د پروډکشن پلانټ لګولو بلنه وركوو،اسلامك فنانس كښې هم پاکستان مهم مقام لري،اسلامك فنانسنګ په څانګه كښې مرستي زياتول غواړو،سائنس ، تعليم او نورو وڅانګو كښې مرستي زياتولو ته اتفاق راغلے۔ده ووئيل د خبرو اترو د لارې د مسئلو په حل كولو باور لرو،دا دوره د دواړو هېوادونو د اړيكو يو نوے باب دے،قازقستان د پاکستان سرمايه کارو له کاروبار لپاره ښې موقعو وركولو لپاره لوظي دے۔قاسم جومارت توکايووف وزيراعظم شهباز شريف له د قازقستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔










