د سعودي ولي عهد سره د روسيه صدر ټېلي فوني تماس

رياض 04 فروري (اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د روسيه صدر ولاديمير پوټن ټېلي فوني تماس نيولے دے ٬ د اېس پي اے له مخې د رابطې په مهال دواړو مشرانو د سعودي او روسيه د اړيكو جاج واغست او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې په څانګو او د دې مرستې په لا زياتولو او ودې په لارو چارو د خيالاتو څرګندونه …

رياض 04 فروري (اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د روسيه صدر ولاديمير پوټن ټېلي فوني تماس نيولے دے ٬ د اېس پي اے له مخې د رابطې په مهال دواړو مشرانو د سعودي او روسيه د اړيكو جاج واغست او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې په څانګو او د دې مرستې په لا زياتولو او ودې په لارو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ٬ دغسې په دې موقع په سيمه ايز او نړيوال صورتحال او د شريكې خوښې په يو شمېر چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں