رياض 04 فروري (اے پي پي) سعودي عرب د نائيجر پايه تخت نيامي سره نزدې په نړيوال هوائي مېدان د ترهګرو د بريد سخته غندنه كړې ده چې پكښې يو شمېر مرګ ژوبله شوې۔ د اېس پي اے له مخې خارجه وزارت خپل بيان كښې د سعودي عرب لخوا د هر ډول تشدد٬ انتها خوښۍ او وګړي په نښه كول مسترد كولو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو ۔ د …
سعودي عرب په نائيجر كښې په نړيوال هوائي مېدان د ترهګرۍ بريد وغندلو

مزید خبریں
رياض 04 فروري (اے پي پي) سعودي عرب د نائيجر پايه تخت نيامي سره نزدې په نړيوال هوائي مېدان د ترهګرو د بريد سخته غندنه كړې ده چې پكښې يو شمېر مرګ ژوبله شوې۔ د اېس پي اے له مخې خارجه وزارت خپل بيان كښې د سعودي عرب لخوا د هر ډول تشدد٬ انتها خوښۍ او وګړي په نښه كول مسترد كولو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو ۔ د جاري بيان له مخې ځپلوو كورنيو٬ د نائيجر حکومت او اولس سره غمرازي٬ خواخوږي او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره د خواهش څرګندونه هم شوې۔ د يادونې وړ ده نيامي سره نزدې په نړيوال هوائي مېدان د بريد ذمه واري داعش قبوله كړې وه چې پكښې د هوائي مېدان ودانۍ او ځېنې الوتكو ته زيان رسېدلے۔ د دغې نه وروستو امنيتې ځواكونو په ځوابي كاروائۍ كښې د ترهګرو د وژلو ادعا كړې ده ۔








