سعودي عرب، په قرآن میوزیم كښې د نړۍ تر ټولو لويه نسخه ګنیز بک آف ورلډ ریکارډ كښې درج

ریاض ۔4فروری (اے پي پي)د مکه مکرمه په حرا کلچرل ډسټرکټ كښې په قرآن میوزیم كښې اېښودې شوې د نړۍ د خپل نوعیت تر ټولو لويه د قرآن کریم نسخه په ګنیز بک آف ورلډ ریکارډ كښې درج کړې شوې ده۔ د سعودي خبر رسنې ایجنسۍ ’ایس پي اے‘ تر مخه دا قرآن کریم په 700 پاڼو مشتمل دے او د دې حجم (312 × 220) سینټي میټر دے۔ د …

ریاض ۔4فروری (اے پي پي)د مکه مکرمه په حرا کلچرل ډسټرکټ كښې په قرآن میوزیم كښې اېښودې شوې د نړۍ د خپل نوعیت تر ټولو لويه د قرآن کریم نسخه په ګنیز بک آف ورلډ ریکارډ كښې درج کړې شوې ده۔ د سعودي خبر رسنې ایجنسۍ ’ایس پي اے‘ تر مخه دا قرآن کریم په 700 پاڼو مشتمل دے او د دې حجم (312 × 220) سینټي میټر دے۔ د قرآن دا نسخه په لسمه پېړۍ هجرۍ كښې د قرآن کریم د ټولو نه سترې نسخې په توګه جوړه كرې شوې د كومې اصل حجم چې (45 × 30) سینټي میټر دے۔ سورتونه په خط ثلث او سورۃ الفاتحه په خطِ النسخ كښې لېكلے شوے دے ۔ د قرآن کریم دا نسخه د عربۍ خطاطي فن ، ګلډنګ او د بائنډنګ يو ځانګرے مثال دے چې پكښې د اسلامي طرز خصوصیات او سنګار څرګند دے ۔د ذکر وړه خبردا ده چې د قرآن دا زړه نسخه په هجري كال 1300 يعني 1883 عیسوۍ كښې وقف کړې شوې وه كومه چې تر اوسه په شاہ عبدالعزیز کمپلیکس اوقاف لائبریري كښې خوندي ده ۔ د مکه مکرمه نوموړي حرا کلچرل ډسټرکټ كښې په ’قرآن میوزیم‘ كښې د تېر وخت نادره و ناوياته قرآني نسخې موجود دي ۔

مزید خبریں