اسلام آباد۔4 فروری(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د شورو په ورځ د پاكستان په دوه ورځنۍ سركاري دوره راغلي د جمهوريه قازقستان صدر جوماتر توكايووف سره ملاقات او په سیاسی، معاشی او د اولسي تړون په څانګو كښې يۍ همكارۍ ته د ودې وركولو ګډ عزم پخلې وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم معزز مېلمه ته هركلے ووے او د صدر مملكت ٬ …
د نائب وزیراعظم سینیټر اسحاق ډار د قازقستان صدر قاسم جومارت توکایووف سره ملاقات، سیاسی، معاشی او د اولسي تړون په څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔4 فروری(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د شورو په ورځ د پاكستان په دوه ورځنۍ سركاري دوره راغلي د جمهوريه قازقستان صدر جوماتر توكايووف سره ملاقات او په سیاسی، معاشی او د اولسي تړون په څانګو كښې يۍ همكارۍ ته د ودې وركولو ګډ عزم پخلې وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم معزز مېلمه ته هركلے ووے او د صدر مملكت ٬ وزيراعظم ٬ حكومت او اولس لخوا يۍ هغه لپاره د خېرسګالۍ جذبو څرګندونه وكړه۔ ده د پاكستان لخوا د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلی كچې د زياتېدونكي سياسي تړون ستائنه وكړه۔ نائب وزیراعظم د ملاقات په مهال سیاسی، معاشی او د اولسي تړون په څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو ګډ عزم پخلے وكړو او په منطقه كښې تلپاتي امن ٬ استحكام او پرمختګ لپاره يۍ په ګډه د كار كولو په حاجت زور راوړو۔










