وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب سره د سټي بنك پلاوي ملاقات ، د پاكستان نړيوالو بانډونو په اوسنۍ كاركردګۍ او د بهرني پور په تګلاره د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب سره د نهې په ورځ د سټي بنك پلاوي ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستان نړيوالو بانډونو په اوسنۍ كاركردګۍ او د بهرنۍ قرضې په تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پلاوي مشري د سټي بنك كنټري آفيسر حبيب يوسف كوله۔ د ملاقات په مهال د خودمختار فنانسنګ په بېلو امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه او …

اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب سره د نهې په ورځ د سټي بنك پلاوي ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستان نړيوالو بانډونو په اوسنۍ كاركردګۍ او د بهرنۍ قرضې په تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پلاوي مشري د سټي بنك كنټري آفيسر حبيب يوسف كوله۔ د ملاقات په مهال د خودمختار فنانسنګ په بېلو امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه او د پاكستاني حكومت او د سټي بنك ترمينځه د همكارۍ د ممكنه څانګو جاج واغستلے شو۔ په ملاقات كښې د خزانې هغه كور ګروپ هم موجود ؤ كوم چې د قرضه جاتي نظم ونسق ٬ كېپټل ماركيټ او نورو پالېسي چارو نګراني كوي۔ د غونډې په مهال د خزانې وزارت ډلې د موجوده ماركيټ د حالاتو او د پاكستان بهرني فنانسنګ آوټ لك يوه اعلی كچ جائزه وړاندې كړه۔ د خزانې وزارت ډله د سټي بنك پلاوي په خودمختار فنانسنګ پروګرامونو ے د روانو حكومتي اقداماتو څخه خبر كړو۔ دواړو اړخونو د رابطو په جاري ساتلو او د نزدې مرستې د امكانات په لټولو اتفاق وكړو۔ د خزانې وزارت د خودمختار فنانسنګ حل په اړه د سټي بنك خوښي خوشبينه ګرځولو سره د پاكستان په فنانسنګ تګلاره او د پراخه معاشي هدفونو په ملاتړ اډانه رغنده همكارۍ كښې خپله خوښي تكرار كړه

مزید خبریں