اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام بلوچستان كښې د سيکيورټي فورسز او قانون نافذ کونكو ادارو پھ وخت کارروائي ستائلو سره وئيلي چې د فتنه الهندوستان سره تعلق لرونكو ترهه ګرو په ضد کارروائي د قومي سلامتيا لپاره لويه کاميابي ده۔د اتوار په ورځ د وزارت د اړخه …
فتنه الهندوستان سره تعلق لرونكو ترهه ګرو په ضد کارروائي د قومي سلامتيا لپاره لويه کاميابي ده۔ انجينئر امير مقام

مزید خبریں
اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام بلوچستان كښې د سيکيورټي فورسز او قانون نافذ کونكو ادارو پھ وخت کارروائي ستائلو سره وئيلي چې د فتنه الهندوستان سره تعلق لرونكو ترهه ګرو په ضد کارروائي د قومي سلامتيا لپاره لويه کاميابي ده۔د اتوار په ورځ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير د سيکيورټي فورسز پيشه وره پوهي سره ترهه ګر په نښه كړي او په 12 ځايونو ئې د ترهه ګرۍ هڅي شنډي كړي۔وفاقي وزيرِ ووئيل سيکيورټي فورسز د مړاني ، عزم او قربانۍ مثال جوړ كړې۔انجينئر امير مقام ووئيل ټول قوم د خپلو محافظو سره ولاړ دے،د هېواد امن، خودمختاري او استحکام په دفاع سيکيورټي فورسز ته قوم سلام كوي۔وفاقي وزيرِ شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيدانو عظيم قربانيۍ د نه هيرولو وګړځولې۔ده ووئيل قوم به د خپلو شهيدانو قربانۍ عمر له ياد ساتي۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا اوكړه۔










