هغو سركاري ملازمينو ته به له خسڼړي پرته پلاټونه ورکړے شي چې د وظيفې موده یې د پنځو کلونو څخه کمه پاتې وي: د خېبر پښتونخوا د هاؤسنګ سېكرټري

  پېښور ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا هاؤسنګ سېكرټري اېم انور خان په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په كمېټي روم كښې غونډه وشوه په كومه كښې چې ډي جي هاؤسنګ اېم زاهد خان٬ اېډيشنل سېكرټري هاؤسنګ او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ په دې مهال اولس د سوشل ميډيا ٬ ټېلېفونكي كالز او پیغامونو د لارې غونډه كښې ګډون وكړو او د سركاري پلاټس ٬ …

 

پېښور ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا هاؤسنګ سېكرټري اېم انور خان په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په كمېټي روم كښې غونډه وشوه په كومه كښې چې ډي جي هاؤسنګ اېم زاهد خان٬ اېډيشنل سېكرټري هاؤسنګ او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ په دې مهال اولس د سوشل ميډيا ٬ ټېلېفونكي كالز او پیغامونو د لارې غونډه كښې ګډون وكړو او د سركاري پلاټس ٬ پېښور وېلي منصوبې  جلوزو ٬ جرما ملازۍ او د هنګو ټاؤن شپ په شمول د بېلو هاؤسنګ منصوبو په اړه يۍ پوښتنې وكړې۔ په دې مهال سېكرټري ووئيل د خېبر پښتونخوا ھاؤسنګ اتھارټی اېم ډي تعيناتۍ له پېنل فائل كړے شوے  او ډېر زر به  تعيناتي عملي كړې شي۔ ده ووئيل په هنګو ټاؤن شپ كښی د بجلۍ او اوبو  وركولو له كار تندۍ سره روان دے۔ ده ووئيل د پېښور وېلي اېكسپرېس وے جوړولو له په كلن پرمختيائي پروګرام كښې 9 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ د ملازئی هاؤسنګ سكيم په اړه ده ووئيل په دې منصوبه هم كار په تندۍ سره روان دے۔ سركاري ملازمينو ته د پلاټونو وركولو په اړه سېكرټري ووئيل د كومو كسانو په ريټائرمنټ كښې چې 5 كاله څخه كمه موده پاتې ده هغوي ته  به د خسڼړي نه پرته پلاټس وركولې شي او نورو سركاري ملازمينو ته به سږ كال د سنيارټي په بنياد نزدې 2 زره پلاټونه د قرعه اندازۍ د لارې وركولې شي