جمو وكشمير٬  كټهوعه  ضلع كښې  پخپل مينځه ډزو كښې د دوو افسرانو پشمول  د هندي ځواكونو څلور اهلكار مړه

  جمو۔ 30 ستمب(اے پي پي) د هند په غېر قانوني  تسلط لاندې د جمو و كشمير په كټهوعه ضلع كښې په يو كېمپ دننه  خپل مينځه ډزو كښې   يو اسسټنټ كمانډنټ  او د يو سب انسپكټر پشمول د پېرا ملټري سېنټرل انډسټريل فورس ( سي آئې ايس ايف)  څلور اهلكار  ووژلے شول ۔ د كشمير مېډيا سروس تر مخه  هندي چارواكو ووئېل   دا پیښه ماښام 7 نيمې بجې  د …

 

جمو۔ 30 ستمب(اے پي پي) د هند په غېر قانوني  تسلط لاندې د جمو و كشمير په كټهوعه ضلع كښې په يو كېمپ دننه  خپل مينځه ډزو كښې   يو اسسټنټ كمانډنټ  او د يو سب انسپكټر پشمول د پېرا ملټري سېنټرل انډسټريل فورس ( سي آئې ايس ايف)  څلور اهلكار  ووژلے شول ۔ د كشمير مېډيا سروس تر مخه  هندي چارواكو ووئېل   دا پیښه ماښام 7 نيمې بجې  د بسوهلي په سيمه ماشكما كښې په سېوا تهري پن برېښنا  منصوبه رامخې ته شوه۔  د سي آئئ ايس ايف اهلكار په  حفاظت ولاړ وو ۔ د اطلاعات تر مخه   هېډ كانسټېبل ابهي دېش كمار  د خپلو ملګرو سره  د خبرو اړولو نه پس د خپل سروس رائفل څخه ډزې وكړې ۔  چارواكو ووئېل  د ډزو په نتيحه كښې   د سي آئې ايس ايف څلور اهلكار  سخت ژوبل شول  او بيا په نزدې روغتون كښې د زخمونو په زور نه راوړلو  مړه شول۔  د وژلے شوو پېژندګلي د انكت كمار پانډے ٬ سپ انسپكټر لكشمن سنګه ٬  كانسټېبل رفيق احمد او د سنديپ كمار په نامه شوې ده۔