د روس او امرېكې د مشرانو درې اړخيزه ملاقات به ګټور ثابت شي٬ د چين سفير

  ماسكو۔ 30 ستمبر (اے پي پي) روس كښې د چين سفير ژانګ هان هوئې وئېلي دي  كه چين د راروان ايشيا پېسفك اكنامك كوآپرېشن ( اے پي اي سي) سر مشريزه غونډې په موقع د روس  ٬ چين او د امرېكې  د لارښودو  ولاديمير پېوټن٬  شي جن پنګ او ډونلډ ټرمپ  تر مينځه  د ملاقات  اهتمام وكړي نو دا به ډېر ګټور ثابت شي۔ د روسيه خبر رسنې ادارې …

 

ماسكو۔ 30 ستمبر (اے پي پي) روس كښې د چين سفير ژانګ هان هوئې وئېلي دي  كه چين د راروان ايشيا پېسفك اكنامك كوآپرېشن ( اے پي اي سي) سر مشريزه غونډې په موقع د روس  ٬ چين او د امرېكې  د لارښودو  ولاديمير پېوټن٬  شي جن پنګ او ډونلډ ټرمپ  تر مينځه  د ملاقات  اهتمام وكړي نو دا به ډېر ګټور ثابت شي۔ د روسيه خبر رسنې ادارې تاس تر مخه  د چين سفير د روسيه ورځپاڼې ازوېستيا سره خبرو كښې ووئېل  داسې درې اړخيزه ملاقات  د ګڼ قطبي نړيوال نظام تشكيل او ودې لپاره به سود مند ثابت شي ۔ هغه ووئېل   روس ٬ امريكا او چين د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل مستقل غړي  او ڼړيوال طبقتونه دي ٬ ځكه د نړۍ سباون د دې هېوادونو شريكې مرستې سره ټړلے دے۔ ژانګ هان هوئې ووئېل  نورو هېوادونو له د چين او  روس اړيكې  مثال ګرځول پكار دي چې د ګاونډي او لويو قواؤ تر مينځه  اړېكې څنګه  جوړېدې شي۔ هغه ووئېل   چين او روس د نړيوال معيشت پرمختګ ٬ امن  او نړۍ كښې اسحكام لپاره په ګډه  كردار ترسره كول به دوامداره ساتي۔د دې نه وړاندې   د روسيه صدر خاص مرستيال يوري اوشاكوف وئېلي وو  په راروانه پي اے سي كښې د مشرانو غونډې  كوربه د چين صرر شي جن پنګ په ممكته توګه  د دريو واړو لارښودو د ملاقات تابيا له ګامونه اغستلے شي۔