اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت وياند وئيلي چې د وزارت د سيوري لاندې حج 2026 په لړ كښې د حج كونكو د تربيې سلسله روانه ده،لاهور او شا او خوا حج كونكو تربيتي وركشاپ د اتوار په ورځ فيصل آډيټوريم پنجاب يونيورسټي لاهور كښې شوې۔د مذهبي چارو وزارت ډپټي سيكرټري ناصر عزيز خان او مفتي محمد احمد مدني د انتظامي چارو او مناسك حج …
د مذهبي چارو وزارت د سيوري لاندې د حج كونكو د تربيې سلسله روانه ده

مزید خبریں
اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت وياند وئيلي چې د وزارت د سيوري لاندې حج 2026 په لړ كښې د حج كونكو د تربيې سلسله روانه ده،لاهور او شا او خوا حج كونكو تربيتي وركشاپ د اتوار په ورځ فيصل آډيټوريم پنجاب يونيورسټي لاهور كښې شوې۔د مذهبي چارو وزارت ډپټي سيكرټري ناصر عزيز خان او مفتي محمد احمد مدني د انتظامي چارو او مناسك حج په اړه تربيه وركړي۔ده ووئيل د حج كونكو لارښودني لپاره تربيتي وركشاپ په ځائې د پنجاب فوډ اتھارټي او صحت محكمې سټالز هم جوړ شوې دي۔وياند ووئيل لاهور كښې په وړومبۍ مرحله كښې تربيتي وركشاپ به سبا د ګل په ورځ آخري ورځ كيږي۔ده ووئيل په ټول ېهواد كښې د تحصيل په كچه تربيتي وركشاپس د 01 جنوري څخه پېل شوې وو دويم پړاؤ كښې تربيه به روژې مباركي مياشت نه پس پېل كيږي۔ده ووئيل د هر حاجي لپاره يوه ورځنې تربيتي وركشاپس كښې ګډون لازمي دے۔د تربيې په مهال به حج كونكو له د پاك حج ايپ نه علاوه د سعودي ويزه بائيو ايپ په اړه خبرتيا هم وركولې شي۔










