پاكستان اور بنګله دېش روزګار او د انساني وسائلو پرمختګ كښې شريكي مرستي ته ودي وركولو ته سلا شول

اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) پاكستان او بنګله دېش بهر هېواد روزګار او د انساني وسائلو پرمختګ كښې شريكي مرستي ته ودي وركولو ته سلا شوي۔ ابوظهبي ډائيلاګ 2026 په موقع وفاقي وزير برائے چوهدري سالك حسين د بنګله دېش د كډوالو ښېګړے او بهر هېواد كښې د روزګار وزارت صلاكار ډاكټر آصف نذرل سره ملاقات كړې۔د اتوار په ورځ ترلاسه شوي اعلاميې له مخې د ملاقات په …

اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) پاكستان او بنګله دېش بهر هېواد روزګار او د انساني وسائلو پرمختګ كښې شريكي مرستي ته ودي وركولو ته سلا شوي۔ ابوظهبي ډائيلاګ 2026 په موقع وفاقي وزير برائے چوهدري سالك حسين د بنګله دېش د كډوالو ښېګړے او بهر هېواد كښې د روزګار وزارت صلاكار ډاكټر آصف نذرل سره ملاقات كړې۔د اتوار په ورځ ترلاسه شوي اعلاميې له مخې د ملاقات په مهال ډلو د خپلو خپلو هېوادونو بهر هېوادونو كښې كار كونكو خواري كښو ته په پېښو چيلنجونو د خيالاتو څرګندونه وكړه او هنرمندۍ تربيې او پوهو پرمختګ كښې د زياتوالي جاج ئې واخست۔د پاكستان پلاوي د نېشنل ووكيشنل اينډ ټيكنيكل ټريننګ كميشن (NAVTTC) كردار او اقدامات څخه خبر كړې شو دغسې بنګله دېش فريق د خپل ټيكنيكل ټريننګ سينټرو په عملي فريم ورك رڼا واچوله۔دواړو پلاويو د تعليم، صحت، سياحت او تجارت په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته د ودي وركولو مكانات جاج هم واخست۔په دې موقع د چيئرمين ايمپلائز اولډ ايج بينيفټس انسټيټيوشن (EOBI) پاكستان د ادارے دائرهٔ اختيار، فرائض او خواري كښو له سماجي تحفظ وركولو كښې د هغې د كردار څخه خبر كړو۔د شريكې مرستي په اهميت زور راوړلو سره ډلو د انساني وسائلو پرمختګ او ليبر ايكسپورټ په څانګو كښې د يو بل د تجربو او ښه تګلاري څخه زدكړه كښې خوښي څرګنده كړه۔دواړه اړخه د شري كې خوښې په څانګو كښې مرستي ته ودي وركولو لپاره پرله پسې رابطو او تعميري مكالمے د عزم پخلے وشو۔په غونډه كښې د پاكستان او بنګله دېش متحده عرب امارات كښې تعينات سفارتي مشنز سينئر چارواكي هم موجود وو۔