د راروانو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك وي دغسې په غريزه سيمو كښې به زيات يخ وي

اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك وي دغسې په غريزه سيمو كښې به زيات يخ وي،شمالي بلوچستان، ګلګت بلتستان، بالائي خېبر پښتونخوا او کشمير كښې د وريځ سره په ځيني ځايونو د باران او واوري امكان دے۔د موسمياتو محکمې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو …

اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك وي دغسې په غريزه سيمو كښې به زيات يخ وي،شمالي بلوچستان، ګلګت بلتستان، بالائي خېبر پښتونخوا او کشمير كښې د وريځ سره په ځيني ځايونو د باران او واوري امكان دے۔د موسمياتو محکمې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك وو۔دغسې بالائي خېبر پښتونخوا ، شمال لويديز بلوچستان، ګلګت بلتستان كښې په ځآني ځايونو باران او واره شوي۔تر ټولو زيات باران خېبرپښتونخوا: کالام كښې 04،بلوچستان: کوئټه (سمنګلي 05،شيخ منده كښې 04 )، ګلګت بلتستان: ګوپس كښې 02 ملي ميټر ريکارډ کړې شوي۔د خالي په ورځ ريکارډ کړې شوي كم نه كم درجه حرارت : لهه كښې منفي 09 ، ګوپس كښې منفي 07، استور، کالام كښې منفي 06، مالم جبه، اسکردو كښې منفي 04، زيارت كښې منفي 03،پاړاچنار، هنزه، قلات كښې منفي 02 ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړې شوي۔

مزید خبریں