په پاسداران انقلاب بنديز لګونكي اروپائي هېوادونو عسكر به ترهه ګر ګرځولې شي۔ايران

تهران 31 جنوري (اے پي پي)د اروپائي ائتلاف هېوادونو د اړخه د ايران پاسدارانِ انقلاب ترهه ګر تنظيم ګرځولو په ځواب كښې د ايران سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي صلاحكار علي شمخاني اعلان کړې چې زمونږ هېواد به د اروپائي هېوادونو عسكر هم ترهه ګر ګرځوي كومو چې په پاسداران بنديز لګولې دے۔العربيه له مخې علي شمخاني په "ايکس" په خپل يو پوسټ كښې وئيلي چې لويديز د …

تهران 31 جنوري (اے پي پي)د اروپائي ائتلاف هېوادونو د اړخه د ايران پاسدارانِ انقلاب ترهه ګر تنظيم ګرځولو په ځواب كښې د ايران سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي صلاحكار علي شمخاني اعلان کړې چې زمونږ هېواد به د اروپائي هېوادونو عسكر هم ترهه ګر ګرځوي كومو چې په پاسداران بنديز لګولې دے۔العربيه له مخې علي شمخاني په “ايکس” په خپل يو پوسټ كښې وئيلي چې لويديز د ترهه ګرو تعريف نه كوي بلكه هغه استعمالوي۔ غزه كښې د قاتلانو مرسته كول،ترهه ګر پالل او بد امني پيدا كول سياست ګڼي دغسې د داعش په ضد د پاسدارانِ انقلاب جنګ ترهه ګري ده۔ده ووئيل دغه درجه بندي څرګندوي چې امريکا او اروپا د تره هګرۍ تصور څه ډول مسخ کړې۔ده په دې خبره زور راوړ چې تهران به سمدستي ځوابي اقدامات کوي۔