اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف برآمد كنندګانو لپاره د ايكسپورټ ري فنانسنګ شرح 7.5 فيصد څخه كمولو سره د 4.5 فيصد كولو٬ د بجلۍ په ټېرف كښې د 4 روپۍ 4 پېسو٬ ويلنګ چارجز كښې د 9 روپو كمي او نوموړو برآمد كنندګانو لپاره تر دوه كلونو د بليو پاسپورټ اعلان كولو سره وئېلي دي چې د برآمد كنندګانو نه كمزورې كېدونكې خوارۍ سره هېواد ته په اربونو …
د وزيراعظم ايكسپورټرز لپاره د ايكسپورټ ري فنانسنګ شرح 7.5 فيصد څخه كمولو سره د 4.5 فيصد كولو٬د بجلۍ په ټيرف كښې د 4 روپۍ 4 پيسو٬ويلنګ چارجز كښې د 9 روپو كمي او نوموړو ايكسپورټرز لپاره تر دوه كلونو د بليو پاسپورټ اعلان

مزید خبریں
اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف برآمد كنندګانو لپاره د ايكسپورټ ري فنانسنګ شرح 7.5 فيصد څخه كمولو سره د 4.5 فيصد كولو٬ د بجلۍ په ټېرف كښې د 4 روپۍ 4 پېسو٬ ويلنګ چارجز كښې د 9 روپو كمي او نوموړو برآمد كنندګانو لپاره تر دوه كلونو د بليو پاسپورټ اعلان كولو سره وئېلي دي چې د برآمد كنندګانو نه كمزورې كېدونكې خوارۍ سره هېواد ته په اربونو ډالر راغلي٬ معيشت مستحكم څخه تل پاتې پرمختګ پلو روان شوے٬ معركه حق څخه وروستو په نړۍ زمونږ رعب پرېوتے كومو چې دې څخه وړاندې سلام نه كولو هغوي اوس مونږ ته ځان نزدې كوي۔ ٬سياسي او عسكري مشرتابه د هېواد پرمختګ او څوكالۍ له په ګډه كار كوي٬په يو څو كلونو كښې د هېواد د معيشت بدلولو اهليت لرؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د هېواد نوموړو برآمد كنندګانو او كاروباري شخصياتو په درناوي كښې راجوړه كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړو۔ دوهم وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار٬د خزانې وزير اورنګزيب٬وفاقي وزيران خواجه آصف٬عطاﺀ تارړ٬جام كمال٬احسن اقبال٬رانا تنوير حسين٬شزه فاطمه٬مصدق ملك٬عبدالعليم او د حنيف عباسي پشمول نور وزيران٬خاص مرستيالان٬صلاحكاران ٬ نوموړې برآمدكنندګان او كاروباري شخصيات هم په دستوره كښې موجود وو۔ وزيراعظم نوموړو برآمد كنندګانو او كاروباري شخصياتو ته په كال 2024 او 2025 كښې د هغوي د غوره كاركردګۍ په بنياد ايوارډز وركړل۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل زه ګرد هېواد څخه راغلې نوموړو كاروباري شخصياتو ته هركلے وايم كومو چې شپه او ورځ خواري كولو سره د هېواد نوم روښانه او برآمدات زيات كړل۔وزيراعظم ووئيل برآمدكنندګانو په سختو حالاتو كښې غوره كار وكړو۔ټول قام دوي ته مباركي وركوي۔د دوي د زياتې خوارۍ په نتيجه كښې هېواد ته په اربونو ډالر راغلل٬وزيراعظم ووئيل ما آئي ايم ايف ته باور وركړو چې كوم لوظونه هم كېږي پاللې به شي۔وزيراعظم ووئيل كوم هېواد چې د ديفالټ خلې ته رسېدلې و نن هغه مستحكم معيشت څخه تل پاتې پرمختګ پلو روان دے۔د ګرانۍ شرح دمه په دمه كميږي٬پالېسي رېټ 22 فيصده څخه كمېدو سره لس نيم فيصده ته راغلې دې۔وزيراعظم ووئيل د فارن ايكچېنج ريزارو يو په دوه شوي دي٬په دې كښې د ملګرو هېوادونو قرضې هم شامل دي كومو لپاره چې ما او فيلډ مارشل د يو شمېر هېوادونه دورې وكړې۔وزيراعظم د چين سعودي٬عرب٬يو اے اي او قطر پشمول نورو ملګرو هېوادونو مننه وكړه كومو چې په سختو حالاتو كښې مرسته وكړه۔وزيراعظم ووئيل زه د سرمايه كارو او كاروباري ډلې ستونزو څخه ښه خبر يم۔دوي مراعاتو ته اړتيا لري٬كاروباري طبقه مو په مشاورت كښې شامل كړه٬ 9 سب كمېټۍ مو جوړې كړې چې مشري يې نجي څانګې ته وركړې شوه۔د دوي مشاورت سره مو پالېسۍ جوړې كړې او پريكړې مو وكړې۔وزيراعظم ووئيل په ګډه به هېواد د پرمختګ په لاره روانول وي٬د كاروباري ورورولۍ په موجوده حكومت باور خوشبين دے۔ده ووئيل د حكومتي هڅو له امله ګراني سنګل ډيجيټ ته راغلې ده خو د حكومت كار كاروبار نه بلكې دې لپاره په زړه پورے چاپيريال برابرول دي٬په برآمداتو اډانه معاشي پرمختګ ته له ودې وركولو پرته بله كومه لاره نشته٬په برآمدات اډانه معاشي پرمختګ زمونږ د پام محور دے۔ده باور وركړو كاروباري ورورولۍ ته آسانۍ وركول به باوري كوو۔ وزیراعظم په سفارتي او دفاعي محاذونو د پاكستان د كاميابو ذكر كولو سره ووئيل معرکۂ حق كښې له بريا وروستو پاكستان په نړۍ كښې ځانګړے مقام ترلاسه كړے دے۔ هند ته مو هغه ماتې وركړې ده چې نسلونه به يۍ ياده ساتي۔ په ګرده نړۍ كښې اوس پاكستاني پاسپورټ ته د عزت په نظر كتلے شي۔ د معركه حق څخه وروستو د كومو هېوادونو مشرانو به چې سلام نه اخستو اوس هغوي مونږ له غاړې راكوي۔ په نړۍ مو رعب پرېوتے دے اوس زمونږ خبره منلې شي٬ سرمايه كارۍ لپاره رابطې كولې شي۔ ده ووئيل له عسكري كاميابۍ څخه وروستو اوس معاشي كاميابي مهم چېلنج دے٬ دا يو ګران سفر دے او دے لپاره به شپه او ورځ كار كول وي۔ وزیراعظم ایوارډز ترلاسه كوونكو له دوه كلونو لپاره د بلیو پاسپورټ او د اېمبېسېډر اېټ لارج درجې وركولو اعلان وكړو۔ ده ووئيل ټولو وليدل چې د پي آئي اے نجكاري څومره په سپېځلي ډول وشوه۔ وزیر اعظم ووئيل پی ډبلیو ډی او یوټېلېټی سټورز د کرپشن او ناقصې كاركردګۍ دلاسه بند كړې شوي دي٬ په ادارو كښې بهترۍ لپاره اصلاحات كوو٬ د ډيجيټل والټس د لارې مستحقينو ته 16 اربه روپۍ د رمضان پېكج په مد كښې وركوو٬ د روان كال په مهال به 40 اربه روپۍ سفید پوشو ته د ډیجیټل ادائیګۍ دلارې وركولې شي۔ وزیر اعظم ووئيل مخكښې به د آئي اېم اېف چارواكو وئيل چې پاكستانے حكومت چې څه وايۍ هغه كوي نه ٬ اوس وائي مونږ چې څخه وايؤ هغه كوو۔ د آئي اېم اېف د چارواكو دا الفاظ مالپاره اعزاز نه بلكې هېواد لپاره د وياړ وړ دي۔ وزیر اعظم صارفینو څخه وصولي كولو سره په قومي خزانې كښې ټېكس نه جمع كوونكي خبرولو سره ووئيل هغوي له به ټېكس وركول وي٬ چا ته به معافي كولې نه شي۔ تر ټولو وړاندې مو شوګر ملز څخه د 50 اربه روپو رېكوري وكړه۔ ده ووئيل شزه فاطمه خواجه آئي ټي برآمدات لپاره په زړه پورې هڅې كوي٬ د توان په څانګه كښې د اوېس لغاري هڅې د ټولو په وړاندې دي۔ د خزانې وزير د معيشت استحكام لپاره په زړه پورې كار كوي٬ خواجه آصف د پي آئي اے نجكارۍ عمل كښې بشپړ كردار ترسره كړو٬ حنيف عباسي د رېلوے بهترۍ او راولپنډی مېټرو له مهم كار وكړو٬ د كركيلې په څانګه كښې د رانا تنوير حسېن مهم كردار دے۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار سفارتي محاذ ته خاص پام ګرځولے دے٬جنيد انور چوهدري سمندري چارې په عصري بنيادونو د اودرولو هڅې كوي٬وزيراعظم د اطلاعاتو د وزير عطاﺀ تارړ پشمول ټولو وزيرانو مرستيالانو او صلاحكارانو له شاباشې وركړو۔ده ووئيل د دوي خوارۍ سره د هېواد د پرمختګ لارې هوارېږي٬ده ووئيل د فيلډ مارشل په خصوصي مرسته مو ډېرې معاملې حل كړې۔د سياسي او عسكري مرستې له امله د پرمختګ ټولې لارې پرانستلې شي٬پاكستان به مضبوط شي۔وزيراعظم صنعت لپاره د بجلۍ په ټيرف كښې د يونټ په سر د څلور روپو څلور پيسو لا كمي اعلان وكړو۔ده برآمد كونكو لپاره په ټيكس كښې د 3 فيصد كمي اعلان هم وكړو۔ده ووئيل برآمد كونكو لپاره ټيكس 7 نيم فيصده څخه كمولو سره څلور نيم فيصد ته راولو۔وزيراعظم په ويلنګ چارجز كښې د كمي اعلان هم وكړو۔ده برآمد كونكو لپاره د ري فنانسنګ 7.5 فيصد څخه كمولو سره د 4.5 فيصد كولو اعلان وكړو۔وزيراعظم ووئيل حكومت ايكسپورټ ري فنانس سكيم لپاره 1052 ارب روپۍ بېلې كړی وې كومو كښې چې 900 ارب روپۍ كارولې شوې دي۔په دستوره كښې د موجوده حكومت په معاشي كاركردګۍ دستاويزي فلم هم وښودلې شو۔وزيراعظم لکی ټیکسټئل، صوفی انډسټریز، نوا ټیکسټائل، یو ایس اپیرل ټیکسټائل، آصف رائس ملز، الکرم ټیکسټائل، سفائر ټیکسټائل، غریب سنز رائس ملز ، ډائمنډ فیبرکس،ریاض ټیکسټائل، صداقت پرائیویټ لمیټډ او د سټائل ټیکسټائل پشمول نورو برآمد كونكو ته ايوارډز وركړل۔










