د وزیر اعظم میاشتني اقتصادي رپوټ کښې د اقتصاد د مهمو اشاريو د ښه والي هرکلی ٬ په ترسیلات زر کښې ځانګړی زیاتوالی په بهرنیو هېوادونو کې د مېشته پاکستانیانو له خوا د هېواد په اقتصاد د باور څرګندونه ده: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف مياشتني معاشي آٶټ لك رپورټ كښې د هېواد د معيشت د مهمو اشاريو د بهترۍ هركلي كولو سره ويلي چې په ترسيلات زر كښې ځانګړې اضافه بهر هېوادونو  كښې د مېشته پاكستانيانو د هېواد په معيشت د باور څرګندونه ده، د کرنټ اکاٶنټ په زيان كښې كمې او نېغه په نېغه غېر ملكي سرمايه كښې اضافه معاشي استحکام پلو د …

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف مياشتني معاشي آٶټ لك رپورټ كښې د هېواد د معيشت د مهمو اشاريو د بهترۍ هركلي كولو سره ويلي چې په ترسيلات زر كښې ځانګړې اضافه بهر هېوادونو  كښې د مېشته پاكستانيانو د هېواد په معيشت د باور څرګندونه ده، د کرنټ اکاٶنټ په زيان كښې كمې او نېغه په نېغه غېر ملكي سرمايه كښې اضافه معاشي استحکام پلو د مثبت پېشرفت عكاسي كوي۔  د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل په جولائي او اګست كښې ترسيلات زر د 6.3 ارب ډالرو نه زياتېدو سره 7.3 اربه ډالر ته رسېدل٬ په اګست كښې د تېر په مقابل كښې 16.5 فيصده اضافه خوشبينه ده۔ وزيراعظم ووئيل بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيان زمونږ قېمتي اثاثه دي ، په برآمداتو كښې 4 فيصده اضافه د هېواد معيشت لپاره د ډاډ وړ پېشرفت دے۔ ده وويل حکومت د برآمدي څانګې پرمختګ او د كوچنۍ او منځومانې درجې صنعتونو ته د هر ډول سهولت وركولو لپاره اقدامات كوي، د کرنټ اکاٶنټ خساره كښې كمې او نېغ په نېغه غېر ملكي سرميه كارۍ كښې زياتوالې معاشي استحکام پلو د مثبت پيش رفت عکاسي كوي۔  وزيراعظم ووئيل په جولائي او اګست كښې په مجموعي توګه غېر ملكي سرمايه کارۍ كښې 80.2 فيصده اضافه د سرمايه کارو د زياتېدونكي باور څرګندونه ده، حکومت سرمايه کارو ته مناسب ماحول وركوي دغسې چې په هېواد كښې معاشي هڅې بهترې شي۔ ده ووئيل چې د پاکستان د زرمبادله پانګې تر 26.8 اربه ډالرو رسېدل د معيشت په بهرنۍ څانګه كښې د بهترۍ عكاسي كوي، معيشت مستحکم كولو به حكومت اصلاحات او په موثره معاشي پاليسو عملدرآمد جاري ساتي۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد معيشت  په تل پاتې بنيادونو روانول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده، د لويو صنعتونو په پېداوار كښې اضافه معاشي هلو ځلو كښې د بهترۍ علامت دے۔ وزيراعظم ووئيل په جولائي كښې د لويو صنعتونو پيداوار كښې 3.03 فيصده اضافه د ډاډ وړ ده٬ په زرعي قرضو كښې اضافه د زرعي څانګې پرمختګ او د كروندګرو مالي معاونت لپاره اهم پېشرفت دے۔ وزيراعظم ووئيل چې د کمپنو په رجسټريشن كښې اضافه د کاروباري هلو ځلو د ودې مظهر دے، په جولائي كښې د کمپنو رجسټريشن 38.8 فيصده اضافې سره 10,199 ته رسېدلې۔ وزيراعظم ووئيل چې پاکستان سټاک اېکسچينج كښې ښكاره اضافه د سرمايه کارو په باور كښې د بهترۍ عكاسي كوي، حکومت به د معيشت په ټولو څانګو كښې اصلاحات او سرمايه کارۍ ته د ودې وركولو د لارې معاشي نمو لا مستحکم كوي۔ وزيراعظم ووئيل د معاشي استحکام خواږه تر اولس رسول او د روزګار و کاروبار زياتې موقعې پېدا كولو لپاره  به حکومت خپلې هلې ځلې جاري ساتي، پاکستان به يو مضبوط، مستحکم او تل پاتې معيشت جوړولو لپاره د اصلاحاتو عمل لا تېزولې شي۔

مزید خبریں