اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد د سلامتيا د صورتحال جاج اخستو سره د ترهګرۍ په ضد د قامي عزم لا قوي كولو او د هېواد امن او سلامتيا لپاره د ټولو اړوند ادارو ترمېنځه د موثره مرستې په ضرورت زور راوړېدے او په هېواد كښې د خېبرپښتونخوا په سيکيورټي صورتحال د تشويش څرګندونه وشوه او دا …
صدر مملکت آصف زرداري سره وزيراعظم محمد شهباز شريف وليدل، د وفاقي حکومت او د پاکستان پيپلز پارټۍ مشتركه پلاوي به د پي ټي آئي قيادت سره ملاقات او په موجوده سياسي صورتحال مذاکرات كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد د سلامتيا د صورتحال جاج اخستو سره د ترهګرۍ په ضد د قامي عزم لا قوي كولو او د هېواد امن او سلامتيا لپاره د ټولو اړوند ادارو ترمېنځه د موثره مرستې په ضرورت زور راوړېدے او په هېواد كښې د خېبرپښتونخوا په سيکيورټي صورتحال د تشويش څرګندونه وشوه او دا پرېكړه وشوه چې وفاقي حکومت او د پاکستان پيپلز پارټۍ مشتركه پلاوې به (سبا) د جمعې په ورځ د پي ټي آئي قيادت سره ملاقات او په موجوده سياسي صورتحال مذاکرات كوي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدرِ مملکت آصف زرداري سره وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې ليدلي په دې موقع د هېواد په مجموعي سياسي او امنيتي وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په غونډه كښې په هېواد كښې د خېبر پښتونخوا په سيکيورټې صورتحال د تشويش څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق دار، وفاقي وزيران محسن نقوي، اعظم نذير تارړ، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء اللّه، اټارني جنرل آف پاکستان منصور عثمان اعوان، د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر توقير شاه، سينيټرز شيري رحمان، سليم مانډوي والا، د سندھ سينئر وزير شرجيل انعام مېمن او صوبائي وزير سيد ناصر حسېن شاه هم ګډون كولو۔









