په غزه بورډ آف پيس كښې د شامليدو پريكړه مو په ښه نيت كړې٬پاكستان به نړيوالو همكارانو سره په ګډه امن٬بشري خواخوږۍ او تل پاتي پرمختګ ته وده وركولو له فعاله كردار ترسره كوي: د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي وئېلي چې پاكستان په غزه بورډ آف پيس كښې د شاملېدو پريكړه ښه نيت سره كړې دغسې چې جنګ بندي مستحكم كړی شي٬د غزه بيا ودانۍ كښې مرسته وكړې شي او د فلسطين مسئلې عادلانه او تل پاتې حل مخ په وړاندې بوتلے شي۔ د زيارت په ورځ په اوونيز بريفنګ كښې وياند د پاكستان بورډ آف …

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي وئېلي چې پاكستان په غزه بورډ آف پيس كښې د شاملېدو پريكړه ښه نيت سره كړې دغسې چې جنګ بندي مستحكم كړی شي٬د غزه بيا ودانۍ كښې مرسته وكړې شي او د فلسطين مسئلې عادلانه او تل پاتې حل مخ په وړاندې بوتلے شي۔ د زيارت په ورځ په اوونيز بريفنګ كښې وياند د پاكستان بورډ آف پيس كښې شاملېدو سره د خبريالانو د اړوندو پوښتنو ځوابونه وركړل۔ طاهر حسين اندرابي ووئيل دې اقدام ته دې د 8 عرب او اسلامي هېوادونو د شريكې هڅې په توګه وكتلې شي۔ په كومو كښې چې پاكستان٬سعودي عرب٬تركيه ٬مصر اردن٬متحده عرب امارات٬انډونزيا او قطر شامل دې۔ده ووئيل د دې مقصد د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قرارداد 2803 د مينډېټ لاندې په غزه كښې امن ته وده وركول دي۔ده په دې خبره زور راوړو چې په داسې وخت كښې كله چې نورې نړيوالې تګلارې په غزه كښې روانه تباهي منع كولو كښې ناكامه پاتې شوې٬بورډ آف پيس د اميد يو څرك وړاندې كوي٬وياند هغه بې بنسټه ډنډورې په قطعي توګه مسترد كړې په كومو كښې چې د پاكستان بورډ آف پيس كښې شموليت ابراهيم لوظ نامو سره تړلې شي يا دا د فلسطين په اړه د پاكستان په اصولي دريځ كښې كوم قسم نرمۍ سره تعبير كولې شي۔ده ووئيل د پاكستان په دريځ كښې كوم بدلون راغلے نه دے۔ ده د كال 1967 څخه په وړاندې پولو د يو آزاد او خپلواكه فلسطين رياست جوړېدو چې پلازمينه يې قدس الشريف وي٬په اړه د پاكستان پخواني او نه بدلېدونكې ملاتړ تكرار كړو۔ده په ډاګه كړه چې په بورډ آف پيس د ملګرو ملتونو متبادل نه بلكې د ملګرو ملتونو نظام بشپړولو او مرستې له تشكيل كړے شوے دے۔طاهر حسين اندرابي ووئيل د پاكستان بورډ آف پيس كښې د شاملېدو پريكړه ټولو اړوندو ادارو او همكارانو سره مشاورت څخه وروستو او د وفاقي حكومت د رولز آف بزنس له مخې شوې ده۔ده په ډاګه كړه چې د بورډ د غړيتوب مطلب د كوم نړيوال استحكامي فورس لپاره د پوځي ډلې ليږلو كوم عزم نه دې۔د بريفنګ په پېل كښې وياند د پاكستان د اوسنو سفارتي فعاليتونو جائزه هم وړاندې كړه په كومو كښې چې د وزيراعظم شهباز شريف د 20 څخه تر 22 جنورۍ د سوئټزرلينډ په ډيووس ښار كښې د ورلډ اكنامك فورم په 56كلنه غونډه كښې شركت شامل دې۔ده ووئيل وزيراعظم د آئي ايم ايف ايم ډي سره ملاقات وكړو٬ده ووئيل پاكستان 7 نورو عرب او اسلامي هېوادونو سره په ګډه د ورلډ اكنامك فورم په موقع په بورډ آف پيس كښې شموليت سره اړوند يو مشتركه بيان جاري كړو په كوم كښې چې د غزه امن منصوبې ملاتړ لپاره شريك عزم څرګند كړې شو۔وياند ووئيل صدر مملكت آصف علي زرداري د متحده عرب امارات سركاري دورې په مهال د يو اے اي صدر سره ملاقات وكړو۔د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په اړه وياند ووئيل چې هغوي په ورلډ اكنامك فورمز كښې يو شمېر خارجه وزيرانو سره ملاقات وكړو۔هغه د اروپائي ائتلاف٬ايران٬سعودي عرب٬تركيه٬مصر انډونيزيا٬قطر او بنګله دېش خپلو هم څنګو سره ټېليفوني خبرې وكړې چې محور يې سيمه ايز امن٬استحكام او اقتصادي مرسته پاتې شوه۔د امريكې سفري ايډوائزري په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل دا د كومې درجې كمې نه دې بلكې يو اپډيټ دے او پاكستان نړيوالې سېلګرۍ لپاره پرانسته ٬ خوندي او سوله ايز هېواد دې۔په سيمه ايز تاؤ تريخوالي په خاص توګه ايران سره په اړونده وضعه خپلو خبرو كښې ده د پاكستان مستقله پالېسي تكرار كړه چې پاكستان د امن او سفارتكارۍ حامي دے۔ پاكستان د طاقت د كارلو او بندېزونو مخالفت كوي۔وياند ووئيل منطقه نوره تنازعه او بې ثباتي زغملې نه شي۔ده ووئيل پاكستان به نړيوالو همكارانو سره په ګډه امن٬بشري خواخوږۍ او د تل پاتې پرمختګ ودې له فعاله كردار ترسره كوي او د خپلو قامي ګټو او اصولي خارجه پالېسۍ دريځ تحفظ به هم باوري كوي۔

مزید خبریں