لاهور 29 جنوري (اے پي پي)رفاه انټرنېشنل پوهنتون د راډيو پاكستان راولپنډي په مرسته " د راډيو نړيوالې ورځ" په موقع د ميډيا زده كونكو لپاره دوه ورځنې تربيتي وركشاپ وكړو چې مقصد يې زده كونكو ته د عصري ميډيا د وختونو له مخې عملي تربيه وركول و۔په وركشاپ كښې د بيلو پوهنتونونو د ابلاغ عامه څانګې زده كونكو ګډون وكړو۔په تربيتي سېشن كښې ميډيا انډسټري سره تعلق لرونكو پوهانو٬پروډيوسرانو …
د رفاه انټرنيشنل پوهنتون او راډيو پاكستان راولپنډي په شريكه توګه د ميډيا زده كونكو لپاره دوه ورځني تربيتي وركشاپ

مزید خبریں
لاهور 29 جنوري (اے پي پي)رفاه انټرنېشنل پوهنتون د راډيو پاكستان راولپنډي په مرسته ” د راډيو نړيوالې ورځ” په موقع د ميډيا زده كونكو لپاره دوه ورځنې تربيتي وركشاپ وكړو چې مقصد يې زده كونكو ته د عصري ميډيا د وختونو له مخې عملي تربيه وركول و۔په وركشاپ كښې د بيلو پوهنتونونو د ابلاغ عامه څانګې زده كونكو ګډون وكړو۔په تربيتي سېشن كښې ميډيا انډسټري سره تعلق لرونكو پوهانو٬پروډيوسرانو او استاذانو ګډون وكړو او زده كونكو سره يې خپلې پيشه ورې تجربې او مهارتونه شيئر كړل۔په وركشاپ كښې راډيو او آډيو سټوري ټيلنګ سره سره موبائل فون او سوشل ميډيا لپاره ويډيو سټوري ټيلنګ ته خاص پام لرنه وكړې شوه۔د رفاه انسټي ټيوټ آف ميډيا سائنسز مشر ډاكټر ايم رياض ګډون كونكو ته هركلے اووې او په ټولنه كښې يې د راډيو په اهميت رڼا واچوله۔ده ووئيل راډيو زمونږ ورثه ده او د دې د اهميت اندازه دې خبرې څخه لګېدې شي چې په اولني ستر جنګ كښې هم راډيو يوه موثره ذريعه پاتې شوې وه او نن هم په نړيواله كچه د ابلاغ يوه مهمه سرچينه ده










