اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د پي آئي اے د نجكارۍ عمل په سپيځلې ډول بشپړ كېدو د اطمينان څرګندونه كولو سره دا باور ښكاره كړے چې نجكارۍ څخه وروستو به د پي آئي اے پخوانې عظمت بحال شي٬اولس ته به نه يوازې دا چې غوره سفري آسانۍ وركولې شي بلكه د پاكستان نامه به هم پورته شي۔ده د زيارت په ورځ د پي آئي اے …
د پي آئي اے پخوانې عظمت به بحال شي٬اولس ته به غوره سفري آسانۍ وركولو سره سره د پاكستان نامه هم پورته شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د حكومت او عارف حبيب كنسورشيم ترمينځه د ټرانزيكشن په دستاويزاتو د لاس ليك او تبادلې دستورې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د پي آئي اے د نجكارۍ عمل په سپيځلې ډول بشپړ كېدو د اطمينان څرګندونه كولو سره دا باور ښكاره كړے چې نجكارۍ څخه وروستو به د پي آئي اے پخوانې عظمت بحال شي٬اولس ته به نه يوازې دا چې غوره سفري آسانۍ وركولې شي بلكه د پاكستان نامه به هم پورته شي۔ده د زيارت په ورځ د پي آئي اے نجكارۍ سره اړوند د حكومت او عارف حبيب كنسورشيم ترمينځه د ټرانزيكشن په دستاويزات د لاس ليك او تبادلې دستورې ته خطاب كولو۔په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار٬د دفاع وزير خواجه آصف٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ٬چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منيراو د وزيراعظم صلاحكار اېم علي پشمول اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل زه په نننۍ دستوره اولس له مباركي وركوم چې د پي آئي اے د نجكارۍ عمل په سپيځلې ډول ترسره شو۔ده ووئيل د عارف حبيب كنسورشيم د هېواد صنعتي پرمختګ او څوكالۍ له كردار ښكاره دې۔ده هيله څرګنده كړه چې نجكارۍ څخه وروستو به پي آئي اے مسافرو لپاره غوره سفر٬د هغوي تحفظ او وقار باوري كړي۔وزيراعظم ووئيل د پي آئي اے د تېر وخت شان به بحال شي٬د آسانيو بهترۍ سره به د ادارې معيار هم بهتر شي۔ده د نجكارۍ په كامياب عمل كښې په هڅه كولو د ټولو همكارانو مننه كولو سره ووئيل چې نائب وزيراعظم ٬فيلډ مارشل او حكومتي ډلې په دې لړ كښې كوم كردار ادا كړې هغه د ستائنې وړ دے۔ده د صلاحكار ايم علي د پرائيويټائزېشن عمل كښې د مهم كردار ستائنه كولو سره ووئيل په ټولو چېلنجونو قابو موندلو سره په سپيځلې ډول د نجكارۍ عمل بشپړ شو۔ده ووئيل نجكارۍ څخه وروستو به په پي آئي اے كښې سرمايه كارۍ څخه 55 ارب روپۍ قومي خزانې ته راشي۔عارف حبيب دستورې ته خطاب كښې ووئيل زه په دې خوشحاله يم چې پاكستاني سرمايه كارو ته د راوړاندې راتللو موقع وركړی شوه۔ده ووئيل د 180 ارب روپو په سرمايه كارۍ كښې به 125 ارب روپۍ د پي آئي اے په بهترۍ مصرف كولې شي۔ده ووئيل د حكومت سرپرستۍ سره به سرمايه كار زيات ښه كار وكړې شي۔ده باور وركړو چې شپه او ورځ خواري كولو سره به د پي آئي اے پخوانے وقار بحال كړؤ۔ د وزيراعظم د نجكارۍ صلاحكار ايم علي دستورې ته خطاب كښې ووئيل كنسورشيم به د 180 ارب روپۍ سرمايه كاري كوي٬د دې رقم 125 ارب روپۍ به د پي آئي اے د كار استعداد په ښه كولو مصرف كولې شي٬ 55 ارب روپۍ به په حكومتي خزانه كښې جمع كړې شي۔د دې څخه وړاندې په دستوره كښې د حكومتي او كنسورشيم استازو لخوا د نجكارۍ دستاويزات لاس ليك كړې شوو۔










