په پېنډۍ٬ اسلام آباد كښې به په “يو اذان يو لمونځ” ډير زر عملدرآمد پيل كړے شي : د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف مشاورتي غونډې ته خطاب

اسلام آباد۔29 جنوری(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف په مشرۍ كښې په پېنډۍ او اسلام آباد كښې په يو وخت اذان او يو وخت لمونځ لپاره مشاورتي غونډه د زيارت په ورځ د مذهبي چارو وزارت كښې وشوه۔ د ټولو مكاتب فكر جيد علماﺀ كرامو ٬ مشائخو او د سوداګرې ورورولۍ استازو د ’’نظامِ صلوٰۃ‘‘ په اړه خبرې وكړې او پرېكړه يۍ وكړه چې ډېر زر …

اسلام آباد۔29 جنوری(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف په مشرۍ كښې په پېنډۍ او اسلام آباد كښې په يو وخت اذان او يو وخت لمونځ لپاره مشاورتي غونډه د زيارت په ورځ د مذهبي چارو وزارت كښې وشوه۔ د ټولو مكاتب فكر جيد علماﺀ كرامو ٬ مشائخو او د سوداګرې ورورولۍ استازو د ’’نظامِ صلوٰۃ‘‘ په اړه خبرې وكړې او پرېكړه يۍ وكړه چې ډېر زر به د يو اذان او يو لمونځ كېلنډر جاري كولو سره په دې باقاعده عملدرآمد پېل كړے شي۔ وفاقي وزير ووئيل كله چې په پېنډۍ او اسلام آباد كښې په يو اذان او يو لمونځ عملدرآمد پېل شي نو د دې اثرات به د ګلګت بلتستان په شمول ټولو صوبو ته ورسي۔وفاقی سېکرټری ډاکټر ساجد محمود چوهان د يو اذان او لمونځ رجحان ته وده وركولو له په دفترونو او تجارتي مركزونو كښې د لمونځ او اودس ځايونو جوړولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل په غونډه كښې د ټولو مكاتب فكر د علماﺀ كرامو او سوداګرو اتفاق مثالي دے۔ دا مشن به هم دغسې مخ په وړاندې بوتلل وي۔ د مرکزی رویت هلال کمېټۍ غړي مفتي ضمير ساجد ووئيل د لمونځ او اذان په يو وخت كولو له دې اسانه تګلاره خپله كړې شي دغسې چې هره يوه طبقه كښې په كښې آسانۍ سره شامله شي۔ ابتدا بايد د جمعې لمونځ څخه وكړې شي او بيا دې په كښې نور لمونځونه هم شامل كړې شي۔ د مرکزی تنظیم تاجران پاکستان صدر چوهدری کاشف ووئيل هېواد د كلمه طيبه په بنياد جوړ شوے دے ٬ مونږ له به په ديني معاملو كښې يو موټے كېدو سره مخ په وړاندې تلل وي۔ ده ووئيل اذان څخه وروستو د اسلام آباد دكانونه په رضاكارانه توګه بندولو له تيار يوو۔ ده ووئيل په ټوله الېكټرانك ميډيا دې د 5 لمونځونو اذانونه نشر كړے شي۔ په مشاورتي غونډه كښې مولانا سید چراغ الدین شاہ، مفتی ضمیر ساجد، مولانا عبدالرزاق حېدری، د مرکزی تنظیم تاجران پاکستان صدر چوهدری کاشف، نائب صدر پاکستان بزنس فورم ضیا اے راجه، علامه سجاد نقوی، شبیر علی خان، نائب صدر پی بی ایف، مولوی عبدالحکیم، پیر ممتاز ضیا نظامی، علامه ریاض الحق چشتی، مفتی عبدالسلام جلالی، مفتی جمیل فاروقی، قاری محبوب ، سجاد قمر، قاری یوسف، ډائرېکټرز مذهبی امور حافظ عبدالقدوس، سجاد حېدر، ډاکټر شاهد او ډاكټر محبوب الرحمن شامل و۔

مزید خبریں