اے ډي پورټس ګروپ دے كارګو هينډلنګ چارجز معقول جوړ كړي : جنيد انوار چوهدري

اسلام آباد۔29 جنوری(اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري په اے ډي پورتس ګروپ زور راوړلو سره وئيلي دي چې د بندرګاہ آپرېشنز دې لا كاروبار دوسته او مسابقتي جوړولو له ټرمینل کارګو هېنډلنګ چارجز معقول جوړ كړے شي۔ د سمندري چارو وزارت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپل دفتر كښې د اے ډي پورټس ګروپ پلاوي سره …

اسلام آباد۔29 جنوری(اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري په اے ډي پورتس ګروپ زور راوړلو سره وئيلي دي چې د بندرګاہ آپرېشنز دې لا كاروبار دوسته او مسابقتي جوړولو له ټرمینل کارګو هېنډلنګ چارجز معقول جوړ كړے شي۔ د سمندري چارو وزارت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپل دفتر كښې د اے ډي پورټس ګروپ پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ په دې موقع فريقېنو په كراچي پورتس ټرسټ (كے پي ټي) كښې د روانو منصوبو هم جاج واغست۔ په دې موقع د اے ډي پورټس ګروپ د موجوده كارګو هېنډلنګ چارجز په جاج اغستلو اتفاق كولو سره ووئيل دې مقصد لپاره يوه مذاكراتي كمېټي هم تشكيل كړې شوې ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د كراچي پورټ ټرسټ ريئر اېډمرل (ر) شاهد احمد ، اېس بی ټی او د اے ډی پورټس ګروپ په كنټري نمائنده مشتمل كمېټي به په دې اړه په 7 ورځو كښې خپل سفارشات وړاندې كړي

مزید خبریں