د صدر مملكت منظورۍ څخه وروستو د لاهور هائیکورټ 11 ایډیشنل ججان مستقل٬ د يو جج په موده كښې پراختيا

اسلام آباد۔29 جنوری(اے پی پی) د صدر مملكت آصف علي زرداري لخوا د هائيكورټ 11 اېډيشنل ججانو مستقل كولو منظورۍ څخه وروستو د قانون او انصاف وزارت په رسمي توګه نوټيفكېشن جاري كړے دے۔ د قانون او انصاف وزارت لخوا د جاري شوي نوټیفکېشن له مخې صدر مملكت د آئين پاكستان لاندې احتيارات كارولو سره د لاهور هائیکورټ 11 ایډیشنل ججانو خذمات ته د مستقل حېثيت وركولو منظوري وركړه۔ دغسې …

اسلام آباد۔29 جنوری(اے پی پی) د صدر مملكت آصف علي زرداري لخوا د هائيكورټ 11 اېډيشنل ججانو مستقل كولو منظورۍ څخه وروستو د قانون او انصاف وزارت په رسمي توګه نوټيفكېشن جاري كړے دے۔ د قانون او انصاف وزارت لخوا د جاري شوي نوټیفکېشن له مخې صدر مملكت د آئين پاكستان لاندې احتيارات كارولو سره د لاهور هائیکورټ 11 ایډیشنل ججانو خذمات ته د مستقل حېثيت وركولو منظوري وركړه۔ دغسې صدر مملكت د لاهور هائي كورټ ایډیشنل جج جسټس طارق محمود باجوہ د ملازمت په موده كښې د 6 مياشتو د پراختيا منظوري هم وركړه۔ د قانون او انصاف وزارت په دې اړه بېل نوټيفكېشن جاري كړي دي۔ د نوټیفکېشن له مخې دا پرېكړه به د مجاز اتھارټي منظورۍ سره عملي كړې شي۔ د قانون وزارت وېنا ده چې د عدالتي نظام استحكام او د مقدمو په وخت پرېكړو لپاره دا اقدام يو مهم پېشرفت دے

مزید خبریں