په غزه كښې د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ روانې دي ٬ د عامو وګړو ځانون خطر سره مخ دي : د پاكستاني استازي سلامتي كونسل ته خطاب

ملګري ملتونه ۔29 جنوری(اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وئيلي دي هغه د امريكې په مشرۍ كښې په جوړ شوي بورډ آف پيس كښې شامل شوے دے ٬ كوم به چې د سلامتي كونسل د قرارداد 2803 لاندې د فلسطيني اولس د خپلواكۍ په حق او د رياست په جوړولو اډانه تلپاتي امن لپاره كار كوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي سفير عاصم …

ملګري ملتونه ۔29 جنوری(اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وئيلي دي هغه د امريكې په مشرۍ كښې په جوړ شوي بورډ آف پيس كښې شامل شوے دے ٬ كوم به چې د سلامتي كونسل د قرارداد 2803 لاندې د فلسطيني اولس د خپلواكۍ په حق او د رياست په جوړولو اډانه تلپاتي امن لپاره كار كوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي سفير عاصم افتخار د فلسطين مسئلې په شمول د منځني ختيز په وضعه د سلامتي كونسل مباحثې ته خپل خطاب كښې ووئيل د نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه د سلامتي كونسل ذمه واري ده چې هغه خپلې سفارتي هڅې د فلسطيني اولس بهترۍ لپاره د زمكيزو حقائقو بدلولو لپاره وكاروي۔ ده ووئيل د فلسطين مسئلې نه حل كېدل په منځني ختيز كښې د بې ثباتۍ بنيادي سبب دے۔سفیر عاصم افتخار د امن منصوبې دويم پړاؤ پېل يو مهم پېشرفت ګرځولو سره ووئيل د غزه انتظاميې لپاره د قامي کمېټۍ جوړولو او د بورډ آف پیس او اېګزېکټو كمېټيو تشكيل په څير اقدامات بايد په مستقل توګه د جنګ ختمولو ، عبوری انتظامات، بحالۍ ٬ په پراخه كچه د بشري مرستې رسولو او فلسطيني رياست جوړولو لپاره د باور وړ يو سياسي عمل بنياد وګرځي۔ ده د غزه په نازك صورتحال ژورې اندېښنې ښكاره كولو سره ووئيل د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ هم هغسې روانې دي او د عامو وګړو ژوند خطر سره مخ دے۔ سفیر عاصم افتخار ووئيل پاكستان ٬ عرب او د اسلامي هېوادونو د ګروپ آف اېټ نورو هېوادونو سره په ګډه په بورډ آف پيس كښې شامل شوے دے او د دې د مېنډېټ ملاتړ كوي لكه څنګه چې د سلامتي كونسل په قرارداد 2803 كښې توثيق كړے شوے دے۔ ده هيله ولرله چې بورډ آف پیس به د قرارداد 2803 فرېم ورک لاندې د مستقل جنګ بندۍ ٬ د بشري مرستې رسنې ٬ د غزه د بحالۍ او د فلسطيني اولس د خپلواكۍ حق په عملي توګه د نافذ كولو لاره هواره كړي چې په نتيجه كښې به يۍ د كال1967 څخه په وړاندې پولو مشتمل يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست جوړ شي چې پلازمينه به يۍ بېت المقدس وي

مزید خبریں