کولمبو ۔29جنوری(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د جمعې په ورځ د سري لنكا د اعلی كچ وزارتي پلاوي ملاقات وكړو٬ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه د تجارت ٬ صنعت ٬ سرمايه كارۍ او عصري ټېكنالوجۍ په څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د جاري شوي …
د وزيراعظم خاص مرستيال سره د سري لنكا د وزارتي پلاوي ملاقات ٬ په بيلو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
کولمبو ۔29جنوری(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د جمعې په ورځ د سري لنكا د اعلی كچ وزارتي پلاوي ملاقات وكړو٬ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه د تجارت ٬ صنعت ٬ سرمايه كارۍ او عصري ټېكنالوجۍ په څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د سري لنكا د تجارت وزير وسنتھا سمراسنګھ، د صنعت وزير سنېل هندانیټھی او د روغتيا نائب وزير مدیتھا هنسنکا ګډون وكړو ۔ دواړو اړخونو په صنعت ٬ تجارت ٬ سمال اېنډ مېډيم انټرپرائزز (SMEs)، کاروباري موقعو ، سرمايه كارۍ ته په ودې وركولو او د ټېنكنالوجۍ په څانګه كښې په همكارۍ خبرې وكړې۔ په دې موقع خاص مرستيال هارون اختر خان ووئيل د پاكستان وزيراعظم وژن له مخې په منطقه كښې معاشي مرستې ٬ دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ته ودې وركولو ته خصوصي پاملرنه كولې شي۔ هارون اختر خان زياته كړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه پخوانۍ ملګرتيا اوس عملي معاشي همكارۍ ٬ ډیجیټل اکانومي او تر عصري ټېكنالوجۍ څانګو پراخه كولې شي كومه به چې په منقطه كښې تلپاتي پرمختګ لپاره مهمه ثابت شي۔ د سري لنكا د تجارت وزير وسنتھا سمراسنګھ په دې موقع ووئيل د پاكستان او سري لنكا ترمينځه اړيكې په مضبوطه معاشي همكارۍ بدلېږي۔ د صنعت وزير سنېل هندانیټھی ووئيل د دواړو هېوادونو په تجارت ٬ سرمايه كارۍ او صنعتي همكارۍ كښې نورې لارې پرانستلې شي چې ورسره به نجي څانګې ته هم ګټه ورسي۔ دواړو اړخونو همكارۍ ته لا ودې وركولو ٬ شريكې منصوبې زياتولو او سيمه ايز معاشي استحكام لپاره په ګډه د كار كولو د عزم پخلے وكړو۔










