اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې غونډه كښې په آزاد كشمير كښې د جوائنټ عوامي ايكشن كمېټۍ سره په ترسره شوې لوظ نامه د عملدرآمد جادج واخستلے شو ۔د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير انجينئر امير مقام تراوسه په شوي پیشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او ټولو اړوندو محكمو ته يې …
د وفاقي وزير امير مقام په مشرۍ كښې غونډه٬په آزاد كشمير كښې د جوائنټ عوامي ايكشن كمېټۍ سره په لوظ نامه د عملدرآمد جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې غونډه كښې په آزاد كشمير كښې د جوائنټ عوامي ايكشن كمېټۍ سره په ترسره شوې لوظ نامه د عملدرآمد جادج واخستلے شو ۔د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير انجينئر امير مقام تراوسه په شوي پیشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او ټولو اړوندو محكمو ته يې امر وكړو چې د عملدرآمد كار لا تند كړي۔ده ووئيل د آزاد كشمير وزيراعظم وړومبې پام لرنه اولس ته ريليف وركول او د وفاقي او آزاد كشمير حكومتونو شريكه ذمه واري ده۔انجينئر امير مقام باور وركړو چې د وزيراعظم هدايات په رڼا كښې د جوائنټ عوامي ايكشن كمېټۍ سره په شوو لوظ نامو بشپړه او موثر عملدرآمد باوري كولې شي۔د وزيراعظم د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو كوآرډينيټر شير احمد عثماني٬د كشمير٬ګلګت بلتستان او سفيران چارو سېكرټري ظفر حسن٬د آزاد كشمير چيف سېكرټري خوشحال خان او ايډېشنل سېكرټري كامران رحمان هم په غونډه كښې موجود وو۔اړوندو وزارتونو او د محكمو چارواكو غونډې ته تراوسه په شوو اقداماتو بريفنګ وركړو او د آزاد كشمير چيف سېكرټري عملدرآمد په عمل تفصيلي بريفنګ وړاندې كړو۔په غونډه كښې د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وزارت٬د آزاد كشمير حكومت سينئر چارواكي او سول ايوي اېشن٬ د قامي روغتيا خذمات٬پلاننګ كمېشن٬مواصلات٬نېشنل هائي وے اتهارټي(اين ايچ اے)پاكستان ټيلي كميونيكېشن اتهارټي٬(پي ټي اے)٬ پاور ډويژن٬اوبو وسائلو او د تعليم وفاقي استازو ګډون وكړو۔










