د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال سره د مصر سفير ملاقات٬دوه اړخيزې مرستې او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال سره په پاكستان كښې د مصر سفير ډاكټر ايهاب عبدالحميد ملاقات كړے چې پكښې د روغتيا څانګې پشمول دوه اړخيزه مرستې او شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ملاقات په مهال د دوا سازۍ په څانګه كښې مرستې٬د كار استعداد كښې زياتوالي او په دې لړ كښې د روان پېشرفت هم جاج واخستلے شو۔د روغتيا وفاقي …

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال سره په پاكستان كښې د مصر سفير ډاكټر ايهاب عبدالحميد ملاقات كړے چې پكښې د روغتيا څانګې پشمول دوه اړخيزه مرستې او شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ملاقات په مهال د دوا سازۍ په څانګه كښې مرستې٬د كار استعداد كښې زياتوالي او په دې لړ كښې د روان پېشرفت هم جاج واخستلے شو۔د روغتيا وفاقي وزير ووئيل د پاكستان او مصر ترمينځه قوي٬پخوانۍ او د ورورولۍ اړيكې قائمې دي او د روغتيا په څانګه كښې مرسته د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه اړيكو يوه مهمه ستن ګرځېدلې ۔د مصر سفير په دې موقع ووئيل په خاص توګه د روغتيا نړيواله اداره(ډبليو ايچ او)پشان فورمز د پاكستان او مصر شريك اشتراك د ستائنې وړ او د تقليد دے ۔د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال د روغتيا نړيوالې ادارې 159م غونډه كښې د مصر لخوا وړاندې كړي دوه قراردادونه ستائېلو سره ووئېل پریسیژن میډیسن او فیټي لیور ناروغتيا په اړه د مصر اقدامات په وخت او د روغتيا نړيوال ترجيحات سره سم دي ۔د مصر سفير په دواړو قراردادونو د پاكستان په ملاتړ د مصر حكومت لخوا خاص مننه وكړه۔د روغتيا وفاقي وزير د مصر لخوا د زيړي مخ نيوي او علاج لپاره داروګانو وركول هم وستائېل او ووئېل يې چې پاكستان كښې د زيړي خاتمې لپاره د مصر مثال زمونږ لپاره د يو رول ماډل حېثيت لري۔

مزید خبریں