کولمبیا كښې الوتكه طیارہ پرېوتله ، د پارلیمان غړي پشمول 15 كسان مړه

بګوټا۔29جنوري (اے پي پي) د کولمبیا الوتكه د وینزویلا سرحد سره پېوست سيمه كښې پرېوتلې ده چې بكښې د پارلیمان غړي بشمول 15 كسان مړه شول ۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ایف پي تر مخه د کولمبیا سول ایوي ایشن اتھارټي يو عهدیدار وئېلي دي دا پیښه تېروه ورځ هغه وخت رامخې ته شوه چې كله د ریاستي ایئرلائن ساتینا (Satena) الوتكه د سرحدي ښار کوکوتا نه روانه …

بګوټا۔29جنوري (اے پي پي) د کولمبیا الوتكه د وینزویلا سرحد سره پېوست سيمه كښې پرېوتلې ده چې بكښې د پارلیمان غړي بشمول 15 كسان مړه شول ۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ایف پي تر مخه د کولمبیا سول ایوي ایشن اتھارټي يو عهدیدار وئېلي دي دا پیښه تېروه ورځ هغه وخت رامخې ته شوه چې كله د ریاستي ایئرلائن ساتینا (Satena) الوتكه د سرحدي ښار کوکوتا نه روانه شوه او ماسپخيته نزدې اوکانا كښې د لینډنګ نه لږه وړاندې د کنټرول ټاورز سره يې رابطه منقطع شوه ۔ پیښه كښې څوك ووندي نه دي پاتي ۔ الوتكه كښې 13 مسافر او د عملې 2 غړي ناست وو ۔ د کوکوتا سيه غرئيزه ده ، چرته چې موسم په بيړه بدلېږي او ځېنې برخه يې د کولمبیا تر ټولو لويې ګوریلا تنظیم نیشنل لبریشن آرمي (ELN) په کنټرول كښې راځي ۔حکومت د الوتكې او مړو لټون لپاره د فضائیه ډلې تعینات کړې دي۔

مزید خبریں