امریکا، د واورې طوفان څخه د مرګونو شمېره 42 ته ورسېده

واشنګټن ۔28جنوري (اے پي پي) امریکا كښې د واورې شديد طوفان څخه د مرګونو شمېره 42 ته رسېدلې ده ۔ د اے بي سي نیوز تر مخه په امریکا كښې د راغلي شدید واورې طوفان څخه 42 كسان مړه شوي دي ۔ په مړو شوو كښې نیویارک او د آرکنساس، کینساس، لوزیانا، میساچوسټس، مسی سپي ، نیو جرسي ، اوهائیو، پنسلوانیا، ټیکساس او د جنوبي کیرولائنا استوګن شامل دي ۔ …

واشنګټن ۔28جنوري (اے پي پي) امریکا كښې د واورې شديد طوفان څخه د مرګونو شمېره 42 ته رسېدلې ده ۔ د اے بي سي نیوز تر مخه په امریکا كښې د راغلي شدید واورې طوفان څخه 42 كسان مړه شوي دي ۔ په مړو شوو كښې نیویارک او د آرکنساس، کینساس، لوزیانا، میساچوسټس، مسی سپي ، نیو جرسي ، اوهائیو، پنسلوانیا، ټیکساس او د جنوبي کیرولائنا استوګن شامل دي ۔ د خراب موسم نه نزدې 20 کروړه امریکني ځپلې شوي او په ځينې سيمو كښې نزدې تر 40 سینټي میټر واوره ریکارډ كړې شوه ۔ نزدې 20 زره پروازونه منسوخ شول ۔ د پاور آؤټیج پورټل تر مخه 4 لاکھه 48 زره نه زيات صارفین تر اوسه د برېښنا نه محروم دي ، چې پكښې اکثریت د ټینیسي (147,373) او د مسي سپي (128,462) د استوګنو دے۔ د امریکې نیشنل ویدر سروس تر مخه په ځپلو ځينې سيمو كښې د څو لسيزو نه د اوږد مهاله يخنۍ چپه محسوسوېږي

مزید خبریں