اسلام آباد۔28جنوری(اے پی پی) د بورډ آف انوېسټمنټ ( بی او آئی) وفاقي وزير قېصر احمد شېخ د پاکستان او چین ترمينځه د پخوانۍ ملګرتيا او اقتصادي همكاري لا مضبوطولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې د شريك باور ٬ احترام او د پرمختګ په وژن اډانه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاك چين منرل کوآپرېشن فورم ته خطاب كښې …
پاك چين پخوانۍ ملګرتيا او اقتصادي همكاري په شريك باور ٬ احترام او د پرمختګ په وژن اډانه ده : وفاقي وزير قيصر احمد شيخ

مزید خبریں
اسلام آباد۔28جنوری(اے پی پی) د بورډ آف انوېسټمنټ ( بی او آئی) وفاقي وزير قېصر احمد شېخ د پاکستان او چین ترمينځه د پخوانۍ ملګرتيا او اقتصادي همكاري لا مضبوطولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې د شريك باور ٬ احترام او د پرمختګ په وژن اډانه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاك چين منرل کوآپرېشن فورم ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ما په ذاتي توګه د چين د غېر معمولي پرمختګ مشاهده كړې٬ دې څخه پاكستان په خاص توګه د معدنيان ٬ صنعت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې ډېر څه زده كولې شي۔ قېصر احمد شېخ ووئيل پاك چين منرل كوآپرېشن فورم د دواړو هېوادونو ترمينځه د معدنی وسائلو په څانګه كښې همكارۍ ته د ودې وركولو يوه مهمه هڅه ده كومه به چې دوه اړخيزه همكارۍ ته يو نوے اړخ وركړي۔ وفاقی وزیر ووئيل تېر كال ستمبر مياشت كښې 300 څخه زياتو پاكستانو كمپنيو د چين دوره وكړه او د پاك چين بزنس ټو بزنس كنفرنس په مهال 167 مفاهمتی يادښتونه لاس ليك كړے شول كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د زياتېدونكو تجارتي او سرمايه كارۍ اړيكو ښكاره ثبوت دے۔ وفاقی وزیر د دې عزم څرګندونه وكړه چې بورډ آف انوېسټمنټ په پاكستان كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو عزم لري او پاك چين اقتصادي مرستې ته لا پراختيا وركولو له به ټول ممكن اقدامات روان ساتلے شي










