پاكستان د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن څانګو په اړه د ملګرو ملتونو ادارو سره اړيكو قوي لپاره د سټيك هولډرز ترمينځه د كوټلې تګلارې عملۍ خپلولو ته ضرورت لري ۔اسحاق ډار

اسلام آباد 28جنوری(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي پاكستان د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن څانګو په اړه د ملګرو ملتونو ادارو سره د اړيكو قوي كولو لپاره د سټيك هولډرز ترمينځه د كوټلې حكمت عملۍ خپلولو ته ضرورت لري ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د يوې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه ۔په غونډه كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ …

اسلام آباد 28جنوری(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي پاكستان د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن څانګو په اړه د ملګرو ملتونو ادارو سره د اړيكو قوي كولو لپاره د سټيك هولډرز ترمينځه د كوټلې حكمت عملۍ خپلولو ته ضرورت لري ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د يوې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه ۔په غونډه كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن څانګو په اړه ګڼ اړخيزه فورم كښې د پاكستان د موجودګۍ او كردار جاج اغستل دي۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم ووئېل پاكستان ته د دې څانګو په اړه د ملګرو ملتونو ادارو سره اړيكې قوي كولو لپاره ټولو سټيك هولډرز ترمينځه د مربوط حكمت عملۍ خپلولو ضرورت دے۔په غونډه كښې د آئي ټي وفاقي وزير٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬خارجه سېكرټري آمنه بلوچ٬د آئي ټي سېكرټري٬جنيوا كښې د پاكستان مستقل استازې او نورو د اړوندو محكمو سينئر افسرانو ګډون وكړو۔

مزید خبریں