نوے ډيلے ۔28جنوري (اے پي پي)د هند سېلګرۍ لپاره نوم لرونكې ايالت ګوا كښې چارواكي د ماشومانو د سوشل میډیا استعمالولو په بندېز غور کوي لكه څنګه چې په آسټریلیا كښې لګولې شوې ده ۔ د خبر رسنې ایجنسۍ رائټرز تر مخه ریاستي چارواكي اندیښنه لري چې سوشل میډیا د ماشومانو په صحت ناوړه اثرات مرتب كوي ۔ هند په نړۍ كښې تر ټولو زيات يو ارب د انټرنیټ صارفین …
د هند ګوا ايالت كښې د ماشومانو په سوشل میډیا استعمالولو بندېز لګېدونكے دے

مزید خبریں
نوے ډيلے ۔28جنوري (اے پي پي)د هند سېلګرۍ لپاره نوم لرونكې ايالت ګوا كښې چارواكي د ماشومانو د سوشل میډیا استعمالولو په بندېز غور کوي لكه څنګه چې په آسټریلیا كښې لګولې شوې ده ۔ د خبر رسنې ایجنسۍ رائټرز تر مخه ریاستي چارواكي اندیښنه لري چې سوشل میډیا د ماشومانو په صحت ناوړه اثرات مرتب كوي ۔ هند په نړۍ كښې تر ټولو زيات يو ارب د انټرنیټ صارفین لري ۔ هند د ټیکنالوجۍ لويې کمپنۍ میټا، ګوګل، یوټیوب او ایکس تر ټولو لويې مارکیټ ګڼي چرته چې د 18 كالو نه کم عمر لرونكې په زياته شمېره دا پلیټ فارمز استعمالوي ۔خو د هېواد مرکزي حکومت د ماشومانو په سوشل میډیا استعمال د بندېز په اړه كومه منصوبه نه لري ۔ د ايالت د انفارمیشن ټیکنالوجۍ وزیر روهن کھاونټے ووئېل ګوا كښې چارواكي د سوشل میډیا پلیټ فارمز تر نابالغو رسنه ریګولیټ کولو لپاره د آسټریلیا د قانون جاج اخلي ۔ هغه نامه نګارو ته ووئېل كه ممکن وي نو تر 16 كاله نه کم عمره ماشومانو د سوشل میډیا استعمال لپاره به هغسې يو بندېز لګوو ۔د هغه وېنا وه د دې تفصیلات به ورسره ورسره راځي ۔جنوبي ايالت آندھرا پردیش وئېلي دي مونږ هم په داسې اقدامات غور کوو ۔ د آندھرا پردیش آبادي 5 کروړه 30 لاکھه ده دغسې د دې برعکس ګوا د زمكې په لحاظ سره تر ټولو وړوكے ریاست دے د كوم آبادي چې نزدې 15 لاکھه نه زیاته ده









