وفاقی وزیر جام کمال خان سره د تركيه سفير ملاقات وكړو ٬ د پاكستان او تركيه ترمينځه د وريژو تجارت ته په وده وركولو اتفاق

اسلام آباد۔28جنوری(اے پی پی) د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان سره په پاكستان كښې تعينات د تركيه سفير ډاکټر عرفان نذیر اوغلو ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارتي همكارۍ په وده وركولو او په خاص توګه پاكستان څخه تركيه ته د وريژو برآمدات په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دا ملاقات د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت وكړے شو چا چې په نړيوال مسابقت كښې زياتوالې نظر …

اسلام آباد۔28جنوری(اے پی پی) د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان سره په پاكستان كښې تعينات د تركيه سفير ډاکټر عرفان نذیر اوغلو ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارتي همكارۍ په وده وركولو او په خاص توګه پاكستان څخه تركيه ته د وريژو برآمدات په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دا ملاقات د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت وكړے شو چا چې په نړيوال مسابقت كښې زياتوالې نظر كښې نيولو سره زرعی برآمدات په خاص توګه د وريژن برآمداتو ته وده وركولو ته ترجيح وركړې ده۔ وفاقي وزير د تركيه پلاوي سره خبرو كښې ووئيل چې حکومت د وريژو برآمد كوونكو او صنعتي همكارانو سره له مشاورت وروستو په بيعو كښې د معاونت يوه نوې تګلاره وضعه كړې ده دغسې چې پاكستان په نړيوالو ماركيټونو كښې خپل مسابقتي حېثېيت په ځاې وساتلې شي۔ ده ووئيل د پاكستان بنيادي هدف بيعې نه بلكې برآمدي حجم زياتول دي۔ په ملاقات كښې وفاقي وزير ماركيټ ته لاسرسۍ سره اړوندې مهمې چارې پورته كړې په كومو كښې چې ټېرف رېټ کوټاز (TRQs)، د درآمدی لائسنسنګ تګلاره ، او په باسمتی وريژو صفر يا د كم ټېرف امكانات شامل دي۔ ده د پاكستان – تركيه ترجیحی تجارتی لوظنامې (PTA) لاندې د 18 زره مېټرک ټن موجودہ TRQ په زياتولو او د دې په مؤثر توګه كارولو زور راوړو۔ د تركيه سفير وړاندېزونه خوشبين ګرځولوس ره پاكستان سره د اقتصادي اړيكو لا مضبوطولو عزم پخلے و كړو۔ ده ووئيل د مضبوطو سياسي اړيكو باوجود دوه اړخيزه تجارتي حجم له خپل صلاحيت څخه كم دے۔ دواړه هېوادونو د كاروباري وروروليو ترمينځه د رابطو په زياتولو اتفاق وكړو۔ په ملاقات كښې دا خبره هم وشوه چې په راتلونكو اوونيو كښې به تكنيكي پلاوي ملاقاتونه كوي دغسې چې د وريژو تجارت او پي ټي اے ته د پراختيا وركولو په شمول په نورو مهمو چارو كښې په همكارۍ پېشرفت وكړے شي۔ په ملاقات كښې د دے عزم پخلے وكړے شو چې تكنيكي مشاورت به ګړندې كولې شي ٬ د كوټې مؤثره استعمال به ښه كولې شي او د تركيه په شمول په ټولو سيمه ايزو ماركيټونو كښې به دپاكستان
وريژو شتون لا زياتولې شي۔

مزید خبریں