اسلام آباد۔28جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي نړۍ ته پېښې ستونزې او نړيوالو چېلنجونو تر مخه د سوله ايز ګډ ژوند ضرورت د وړاندې په مقابل كښې اوس زيات شوے دے٬ په ګډه به يوه داسې نړۍ جوړولو له كار كول وي چرته چې د ټكر په ځاے مرسته او امن غالب وي۔ د دې خيالاتو څرګڼدونه ده د سوله ايز ګډ ژوند نړيوالې ورځ په مناسبت سره …
په نړۍ كښې تلپاتي امن د عزت ٬ وقار ٬ شريك احترام ٬ او تفاهم لاره خپلولو سره تعلق لري: د وزيراعظم شهباز شريف د سوله ايز شريك ژوند نړيوالې ورځ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔28جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي نړۍ ته پېښې ستونزې او نړيوالو چېلنجونو تر مخه د سوله ايز ګډ ژوند ضرورت د وړاندې په مقابل كښې اوس زيات شوے دے٬ په ګډه به يوه داسې نړۍ جوړولو له كار كول وي چرته چې د ټكر په ځاے مرسته او امن غالب وي۔ د دې خيالاتو څرګڼدونه ده د سوله ايز ګډ ژوند نړيوالې ورځ په مناسبت سره خپل پېغام كښې وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل پاکستان (نن) د شورو ورځ د نړۍ قامونو سره په ګډه د سوله ايز ګډ ژوند نړيواله ورځ لمانځي۔ د دې ورځ مقصد د تعليم ٬ مكالمې او بېن المذاهب همكارۍ د لارې د تصادم او تاؤ تريخوالي مقابله كول دي٬ دا ورځ دا حقيقت په ډاګه كوي چې په په نړۍ كښې تلپاتي امن يوازې په هغې صورت ممكن دے چې خلق د عزت ٬ وقار ٬ ګډ احترام ٬ او تفاهم لاره خپله كړي۔ وزیراعظم ووئيل نړۍ بېل كلتورونه ٬ مذهبونه ٬ ژبې او نظريات لري او دا تنوع خطر نه بلكې مثبت طاقت دے۔ ده ووئيل نړۍ ته پېښې ستونزې او نړيوالو چېلنجونو تر مخه د سوله ايز ګډ ژوند ضرورت د مخكښې په مقابل كښې اوس زيات شوے دے۔ ده ووئيل اسلامي تعليمات نورو قامونو او وروروليو سره په روادارۍ ٬ شموليت او همغږۍ زور راوړي۔ ده د دې ورځې په مناسبت په انفرادي او اجتماعي توګه د تقسيم په ځاے د مكالمې ٬ د تعصب په ځاے د تفاهم او د دښمنۍ په ځاے د روادارۍ صفات د خپلولو عزم په پخلي زور راوړو دغسې چې سوله ايز ګډ ژوند يوازې يو تصور نه بلكې د ګردې نړۍ انسانانو لپاره يو ژوندے حقيقت شي او د عملي ګام ترغيب هم وركړي۔ وزیراعظم ووئيل راځۍ چې راتلونكو نسلونو لپاره يو مثال جوړ كړؤ چې اختلافات خطر نه بلكې د زده كړې او مخ په وړاندې تللو موقعې دي او راځۍ چې هغه نړۍ جوړه كړؤ چرته چې د تصادم په ځاے مرسته او امن غالب وي۔










