د پېټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك سره د آسټرېليا هائي كمشنر ټموتهي كين ملاقات٬كان كنۍ او د قيمتي كاڼو په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو په امكانات د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی)د پيټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك سره په پاكستان كښې د آسټرېليا هائي كمشنر ټموتهي كين ملاقات كړے٬چې پكښې د كان كنۍ او قيمتي كاڼو(جيم سټونز)په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو په امكانات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د پېټروليم ډويژن وياند له مخې وفاقي وزير د پاكستان كان كني په څانګه كښې د آسټريليا كمپنو د خوښۍ څرګندونې سره په هېواد …

اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی)د پيټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك سره په پاكستان كښې د آسټرېليا هائي كمشنر ټموتهي كين ملاقات كړے٬چې پكښې د كان كنۍ او قيمتي كاڼو(جيم سټونز)په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو په امكانات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د پېټروليم ډويژن وياند له مخې وفاقي وزير د پاكستان كان كني په څانګه كښې د آسټريليا كمپنو د خوښۍ څرګندونې سره په هېواد كښې موجوده معدني وسائل پراخه خو تراوسه غېر استعمال شوي صلاحيت په خاص توګه د ټیتھیان بيلټ رامخې ته كړو ۔ده د كان كنۍ په څانګه كښې منظم او اوږد مهاله مرستې ودې لپاره د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه د بين الحكومتي لوظ نامې(آئي جي اے) د امكانات تجويز هم وركړو۔علي پروېز ملك د جيم سټونز څانګې پرمختګ او د دې رسمي جوړولو لپاره د پاكستان حكومت په هڅو رڼا واچوله او وې وئېل دا څانګه د برآمدات او روزګار موقعې راپیدا كولو بشپړ صلاحيت لري۔د آسټريليا هائي كمشنر ووئيل د آسټريليا كمپنۍ وړاندې نه ريكوډك پروژه كښې په فعاله توګه شاملې دي ۔ده ووئيل د آسټرېليا كمپنو به د پاكستان منرلز انويسټمنټ فورم(پي ايم آئي ايف)كښې ګډون ډاډګيرنه كولې شي ۔ په دې موقع آسټړېليا د نمائندګۍ هيله څرګند كړه ۔په ملاقات كښې دواړو ډلو د شريكې ګټې لپاره كان كني او جيم سټونز په څانګو كښې د پاكستان او آسټړېليا ترمينځه مرستې لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں